د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

'د طالبانو ازاد شویو بندیانو ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت خبرداری'


د طالبانو یو شمېر خوشې شوي بندیان
د طالبانو یو شمېر خوشې شوي بندیان

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ګواښ کوي چې که خوشې شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې لیکو او د نشه‌یي موادو قاچاق ته مخه کړي، سخت چلند به ورسره شي.

که څه هم تر اوسه افغان حکومت په رسمي ډول په ۴۰۰ طالب زندانیانو کې د نشه‌یي موادو د قاچاق کوونکو شمېر نه‌دی په ډاګه کړی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي موادو پر ضد مبارزې معین د رسنیو د معلوماتو په اساس وايي، د دې بندیانو له ډلې ۵۱یې د نشه‌یي توکو قاچاقبران دي.

محمد هاشم اورتاق د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۲۴» ازادي راډیو سره خبرو کې هغو طالبانو ته چې له زندانونو ازاد شوي په ځانګړې توګه هغه چې د نشه‌یي توکو په قاچاق محکوم و، ګواښ وکړ که د ژمنې خلاف عمل وکړي، یو ځل بیا به ونیول شي.

محمد هاشم اورتاق
محمد هاشم اورتاق

ښاغلی اورتاق زیاتوي: "ځکه چې دا سیاسي پروسه ده، په دې سیاسي پروسه کې موږ باید قرباني ورکړو. هر څوک که په سیاسي پروسه کې د یوې ژمنې پر بنسټ خوشې کېږي که بېرته دې نا مشروع کار ته دوام ورکړي، پولیس اګاه دي هغوی به بېرته د قانون منګولو ته وسپاري."

هغه په ځانګړي توګه هغو قاچاق کوونکو ته چې ۴۰۰ طالب بندیانو ډله کې شامل دي وویل، که دا خلک یو ځل بیا د نشه‌یي توکو قاچاق وکړي، وبه‌نیول شي.

د سولې مشورتي لویي جرګې د غوښتنې په اساس په پام کې ده د افغان حکومت له لوري د طالبانو ۵،۰۰۰ بندیانو له ډلې پاتې ۴۰۰ هم خوشې شي.

دا بهیر پرون پیل شو او تېره ورځ لومړي ګام کې له دې ډلې ۸۰ طالب زندانیان له زندان نه ازاد شول.

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ دا ۴۰۰ طالب بندیان په لویو جرمونو همدا شان د نشه‌يي توکو قاچاق کې ښکېل دي. ځینو رسنیو راپورونه ورکړي چې د دوی ترمنځ ۵۱یې د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني څخه مو هم وپوښتل چې ایا له ۵۰ زیاتو نشه‌يي توکو قاچاق کوونکو خوشې کول به د روږدي کسانو او د نشه‌يي توکو خرڅلاو زیات کړي؟

ښاغلي عثماني زیاته کړه: "لکه څنګه چې مرستیال صاحب هم وویل چې معافیت نه‌شته او که څوک بیاځلي په دې جرم لاس پورې کوي، له قانوني چلند سره به مخ شي."

احمد جواد عثماني
احمد جواد عثماني

د طالب زندانیانو په ډله کې له ۵۰ زیات د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو ازادېدو خبر، ځیني په نشه‌يي توکو روږدي کسان هم اندېښمن کړي دي.

فریدالله د هغو کسانو له ډلې دی چې دوه کاله کېږي په نشه‌یي توکو اخته دی، هغه وايي که مافیا او د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکي نه‌وی، ممکن په نشه‌يي توکو روږدو کسانو شمېر میلیونونو ته نه‌وی رسېدلی.

فریدالله زیاتوي: "دا د حکومت ضعف دی چې هغوی خوشې کوي، که حکومت پوهېږي چې قاچاق کوونکی دی باید اعدام‌یې کړي. که د پلورونکو او قاچاق کوونکو له‌خوا موادو ته لاسرسی نه‌وی برابر، موږ نه‌روږدي کېدو."

فریدالله
فریدالله

افغانستان ته د جګړې او تاوتریخوالي ترڅنګ نشه‌يي توکي یو بل معضل دی، له دې لارې د افغانستان دولت یو شمېر مخالفې ډلې هم تمویلېږي.

که څه هم د افغانستان د نشه‌یي توکو ډېری عواید د نړیوالې مافیا جېب ته لوېږي، خو دې پدیدې افغانستان کې نږدې درمیلیونه کسان روږدي کړي دي.

XS
SM
MD
LG