د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

فرانسه او استرالیا د کومو طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالف دي؟


ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د هرې ورځې په تېرېدو له افغان حکومت سره د طالب بندیانو په اړه تازه معلومات رابرسېره کېږي.

تازه د افغان حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، شپږ طالبان چې دې ډلې یې د پنځه زره نورو هغو په نوملړ کې د ازادۍ غوښتنه کړې، د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې و، خو په فرانسوي او اسټرالیوي عسکرو د برید په پایله کې زنداني شوي دي.

د سرچینې له قوله چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله‌یې نوم یاد شي، د دې زندانیانو نومونه د هغو ۴۰۰ زندانیانو په نوملړ کې دي چې طالبانو یې د ازادۍ غوښتنه کړې.

خو فرانسې او اسټرالیا د افغانستان له حکومت غوښتي چې دا شپږ زندانیان ازاد نه‌کړي، خو افغان حکومت هیله لري چې د خبرو له لارې د دې ستونزې د حل لپاره لار پیدا کړي.

خو طالبان بیا د دې کسانو په ازادۍ ټینګار کوي او همدا ډول‌یې د سولې د مخامخ خبرو پیل د خپلو ۳۲۰ زندانیانو په ازادۍ پورې مشروط کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي: "د نورو هېوادونو ادعاوې سمې نه‌دي، هغوی چې دلته راغلي دي، د بمبار او شپنیو بریدونو په وسیله‌یې زموږ زرګونه هېوادوال شهیدان کړي دي. تاسې لیدلي چې په ودونو او د جنازې په مراسمو یې بمبار کړی، نو هغوی اوس په کوم منطق دا خبره کوي."

سهیل شاهین
سهیل شاهین

په ورته وخت کې ازادي راډیو ته یوې سرچینې ویلي، د افغانستان حکومت پرېکړه کړې، تر هغه چې طالبان د امنیتي ځواکونو پاتې اسیران ازاد نه‌کړي، دوی به هم د طالبانو ۳۲۰ تنه له بنده خوشې نه‌کړي.

د افغانستان حکومت له دې وړاندې د ۴۰۰ هغو بندیانو له ډلې چې لویې مشورتي جرګې یې په مشروط ډول د ازادۍ سره هوکړه کړې وه، ۸۰ تنه ازاد کړي دي.

د افغانستان حکومت د طالبانو دا ۴۰۰ بندیان خطرناک بللي دي، خو طالبانو بیا د مخامخ خبرو د پیل لپاره د دې کسانو ازادي یو شرط بللی دی.

که څه هم د خبرو د پیل لپاره د افغانستان حکومت خپل مرکچي پلاوی له وړاندې معرفي کړی، خو تازه ازادي راډیو د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي د هغه ۱۷ کسیز لېست نومونه هم ترلاسه کړي چې تمه ده له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.

په دې کسانو کې د؛

  • شېخ عبدالحکیم
  • عبدالطیف منصور
  • ملا نورالله نوري
  • ملا عبدالمنان عمري
  • ملا شیرین اخند
  • عبدالسلام حنفي
  • قاري دین محمد حنیف
  • ملا محمد فاضل اخند
  • شېخ محمد قاسم ترکمن
  • مولوي شهاب‌الدین دلاور
  • مولوي مطیع‌الحق خالص
  • محمد سهیل شاهین
  • ملا خیرالله خیرخواه
  • مولوي عبدالحق وثیق
  • محمد نبي عمري
  • انس حقاني
  • مولوي فرید الدین محمود

شامل دي.

سرچینه وايي، د دې کسانو له ډلې ۸۰ سلنه‌یې هغوی دي چې په پاکستاني په ځانګړي ډول حقانیه مدرسو کې زده‌کړې کړي.

د افغان حکومت له لوري د ۸۰ خوشې شویو وروستیو طالب بندیانو له ډلې یو شمېر کسان
د افغان حکومت له لوري د ۸۰ خوشې شویو وروستیو طالب بندیانو له ډلې یو شمېر کسان

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته دا نوملړ نه تایید او نه هم رد کړ.

په ورته وخت کې سرچینې ازادي راډیو ته وايي، پنځو هېوادونو یعنې قطر، المان، ناروې، ازبکستان او اندونیزیا له ملګرو ملتونو سره په ګډه "د افغانستان د سولې دوستان" تر نوم لاندې د سولې له روان بهیر څخه د ملاتړ یوه کمېټه جوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG