د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

ارګ د بین الافغاني مذاکراتو پیل لپاره پر خپل شرط ټینګار وکړ


ارګ
ارګ

په داسې حال کې چې د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د بهرنیو چارو وزارت فرانسې او استرالیا سره د طالب بندیانو د ستونزې پر سر د خبرو ډاډ ورکړی، د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، په خپل پخواني دریځ ولاړ دي او طالبان باید له دوی سره بندي افغان کمانډویان راخوشې کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مشرتابه له فرانسې او استرالیا سره د ۷ تنو طالب بندیانو د خوشې کولو پرضوع په خبرو کې پرمختګ کړی او په وینا یې دوی ته یې د ستونزې د هواري ډاډ هم ورکړی دی.

عزیزالله دین محمد چې ټاکل شوې د مصالحې د عالی شورا د مرستیال په توګه خپل کار پیل کړي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "له بېلابېلو لورو دا احوال راغلی چې مذاکرات به همدې راتلونکې اونۍ کې پیلېږي او د دغو دوو ملکونو سره د بهرنیو چارو وزارت په بحث بوخت دی، موږ ته یې هم ډاډ راکړی چې دوی په خبرو کې پرمختګ کړی چې دا ستونزه به حل شي."

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

ښاغلی دین محمد وايي، د ولسمشر له خوا یې د مقررۍ قرمان ورکړل شوی خو تر اوسه یې خپل کار نه دی پیل کړی.

فرانسې او استرالیا وړاندې د ۷ تنو طالب بندیانو د خلاصون په اړه مخالفت ښودلی.

دغو هېوادونو ځکه دا مخالفت وښود چې په خبره یې دغو ۷ تنو طالب بندیانو د دوی وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده چې، دا ۷ تنه بندیان د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې وه چې په افغان او بهرنیو ځواکونو تر بریدونو ورسته نیول شوي او طالبان ویلي چې دا دوی کسان وه.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ولسمشرۍ مانۍ په یوه خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د نورو مسایلو تر څنګ د طالب بندیانو په اړه هم خبرې شوې دي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي په خپل پخواني دریځ ولاړ دي.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "په پلان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، مخکې له دې چې دولت د طالبانو ۳۲۰ بندیان ازاد کړي، طالبان دې نیول شوي کمانډویان راخوشې کړي، اوس باید طالبان اقدام وکړي او د سولې هڅو سره تمه شوې پایلې رامنځته کړي"

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال هم ازادي راډیو ته وویل، چې دوی له طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو لپاره چمتو دي خو چې طالبان یې شرایط ومني.

دوا خان مینه پال
دوا خان مینه پال

هغه زیاته کړه: "د افغانستان حکومت له خپل اړخه اقدامات کړي دي او هغه خنډونه چې په دې (سولې) برخه کې موجود لرې کړي یې دي، خو طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواوو سرتېري راخوشې کړي."

ښاغلي مینه پال د ولسمشر غني او فرانسوي سیال تر منځ یې د بندیانو د خوشې کولو په اړه د خبرو جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل، چې د افغان سولې په موضوع کې د افغان حکومت او د دوی د بهرنیو ملاتړو لید لوری او دریځ یو دی.

خو طالبان هم په خپل پخواني دریځ ټینګار کوي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې دوی مخکې د افغان دولت له لوري د ورکړل شوي لېست له مخې ۱۰۰۰ تنه بندیان ازاد کړي او حکومت هم باید دوی ټول ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ تر کومه چې بندیان ازاد نه شي دوی بین الافغاني خبرو ته حاضر نشي.

نوموړي د بندیانو د خلاصون له پروسې سره د فرانسې او استرالیا د مخالفت په اړه وویل چې دوی د افغانانو ترمنځ لاسوهنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د افغان حکومت مذاکراتي ټیم یو غړي عطاالله لودين ازادي راډيو ته ویلي وه، چې ممکن د همدې اونۍ په پای او یا هم د بلې اونۍ په پیل کې حکومت او طالبان یو د بل پاتې بندیان خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG