د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

'نن به شپږ لانجمن طالب بندیان قطر ته انتقال شي'


ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
ارشیف، د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د افغان حکومت یوه باخبره سرچینه وایي، نن به شپږ تنه لانجمن بندیان قطر ته انتقال شي.

خو دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډيو ته دا هم وویل، د دغو بندیانو د انتقال په اړه هر کله د پرېکړې د بدلون احتمال شته او دا بندیان به د قطریانو له لوري انتقال شي.

بل‌خوا د افغانستان د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې یوه سرچینه وایي چې د دغو بندیانو لوجستیکي چارې پرون پای ته ورسېدې او ټاکل شوې لومړی قطر دولت او بیا طالبانو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې د افغان حکومت یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته ویلي و چې دا بندیان به په قطر کې د امریکانو په یو اډه کې د هغه هېواد تر څارنې لاندې تر هغه ساتل کېږي، تر کومه چې د خلاصون په اړه‌یې له فرانسې او استرالیا سره توافق نه‌وي شوی.

د افغان حکومت له زندانونو د پاتې 'خطرناک' طالبانو د ازادېدو لړۍ پیل شوه

فرانسه او استرالیا د کومو طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالف دي؟

سرچینو دا هم ویلي و چې دا بندیان به تر توافق وروسته کابل ته راوستل کېږي او دلته به ازادېږي.

د یادونې ده چې سرچینو مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې بندیانو شمېر اووه کسه یاد کړی و.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح تېره شپه له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د دغو شپږ تنو بندیانو په اړه وویل چې دا بندیان به په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته انتقال شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

نوموړي وویل چې دغه بندیان به په قطر کې تر څارنې لاندې وي او د پاسپورتونو نورې پاڼې یې تورې شوي چې نه‌شي کولای چې نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو له ژمنې سره سره بیا هم د دغې ډلې ویاند له ازادي راډیو سره معلومات شریک نه‌کړل.

بل‌خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړو له رخصتیو وروسته د دوشنبې په ورځ په خپله لومړنۍ عمومي ناسته کې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د هڅو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي خان محمد وردګ وویل: "موږ چې په دې موده کې له خپلو مؤکلینو سره وکتل، د ټول افغان ولس غوښتنه سوله ده او سولې ته لېواله دي."

خو په دغه جرګې د هلمند د خلکو استازي شېر محمد اخندزاده بیا د افغان مذاکراتي پلاوي په ترکیب انتقاد وکړ، ویې‌ویل چې د طالبانو د پلاوي په پرتله کمزوری دی.

هغه زیاته کړه: "دا زموږ پلاوی چې قطر ته ځي د طالبانو د پلاوي په مقابل کې ډېر کمزوری دی، په دې پلاوي کې داسې کسان شته چې د شېخ عبدالحکیم او د طالبانو د پلاوي د نورو غړو په وړاندې ډېر ضعیف دي، د هغوی هیئت ډېر قوي دی، افغان پلاوی نه‌شي کولای چې د هغوی مقابل کې خبرې وکړي، نو هیله مو دا ده چې افغان پلاوي کې دې تکړه کسان وټاکل شي."

طالبانو هم په خپل پلاوي کې بدلون راوستی او د شېر محمد عباس ستانکزي پر ځای اوس د پلاوي مشري شېخ عبدالحکیم حقاني ته سپارل شوې ده.

د طالبانو پلاوی دوحې ته رسېدلی، خو افغان پلاوی لاهم کابل کې دی.

افغان مذاکراتي پلاوی
افغان مذاکراتي پلاوی

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره لا لازم چمتووالی نه‌دی بشپړ شوی او کله چې دغه تیاری بشپړ شي د دوی مذاکراتي پلاوی به قطر ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG