د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ تله ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۴

خبرونه

زلمی خلیل‌زاد قطر ته تللی

د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد قطر ته تللی.

زلمی خلیل‌زاد په داسې وخت کې قطر ته روان شوی چې ټاکل شوې ده په لنډ وخت کې په دې هېواد کې بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

په همدې حال کې حکومتي سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې ښايي د افغانستان مرکچي پلاوی نن قطر ته لاړ شي. د خلیل‌زاد دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړی استازی سیمې ته د دې لپاره تللی چې د سولې د خبرو له ژر پیلېدو سره مرسته وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

عراق کې پر امریکایي پوځیانو توغندي ویشتل شوي

ارشیف

په عراق کې هغه وسله‌وال چې ایران‌یې ملاتړ کوي د کردستان په اربیل ښار کې پر امریکایي پوځیانو توغندي ویشتي دي.

دا خبره د عراق د کردستان په نیمه خپلواکه سیمه کې د ترورېزم ضد ادارې وکړه.

دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې چې پرون‌یې خپره کړه ویلي دي چې په نینوا ولایت کې د شېخ امیر د کلي له لوري شپږ توغندي د اربیل پر هوایي ډګر توغول شوي دي.

په دې ځای کې امریکایي ځواکونه دېره دي.

د دغو توغندیو څلور د هوایي ډګر په غولي کې چاودېدلي دي او دوه‌یې نه‌دي منفجر شوي.

شېخ نواف ال احمد الصباح د کوېټ د نوي امیر په توګه لوړه وکړه

د کوېټ نوي امیر شېخ نواف ال احمد الصباح

شېخ نواف ال احمد الصباح د کوېټ د نوي امیر په توګه لوړه وکړه.

دی د کوېټ د متوفی امیر میرنی ورور دی چې څو کاله‌یې د کوېټ د امنیتي چارو په برخه کې کار کړی دی.

د کوېټ مخکېنی امیر صباح احمد الصباح درې ورځې مخکې د ۹۱ کلونو په عمر وفات شو.

داسې اټکل نه‌کېږي چې د کوېټ نوی ۸۳ کلن امیر به د خپل ورور ډیپلوماتیک مسیر په بله روان کړي.

نوی ولیعهد لا نه‌دی ټاکل شوی.

سالنګ کې د مخدره موادو ۵ قاچاق کوونکي نیول شوي

د نشه‌يي موادو انتقالوونکي د پولیسو له‌خوا ونیول شول

د پروان پولیس په سالنګ ولسوالۍ کې د مخدره موادو د پنځو قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکوي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند سلیم نوري ازادي راډیو ته وویل، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې سرتېرو دا څلور تنه چې یوه‌یې ميرمن ده نیولي دي.

د پولیسو په وینا له دې کسانو سره ۲۵ کیلو ګرامه چرس او ۱۶ کیلو ګرامه تریاک وو چې په کرولا موټر کې یې له شمال څخه کابل ته وړل.

شاهین اسمایي له عقابان هندوکش لوبډلې سره لوبه کوي

د افغانستان غوره لیګ

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې ټاکل شوې ده چې نن شاهین اسمایي له عقابان هندوکش لوبډلې سره مسابقه وکړي.

دا دوه ټیمونه په الف ګروپ کې دي چې شاهین اسمایي تر اوسه د ګروپ په سر کې او عقابان هندوکش د ګروپ په اخره کې دی.

دا سیالۍ تېره پنجشنبه په کابل کې پیل شوې.

هلمند کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید شوی

افغان امینتي ځواکونه

د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د وزیرو د مانده په سیمه کې پر افغان ځواکونو د موټر بم برید شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل: "د لومړنیو معلوماتو له مخې دا مازدا موټر بم دی. په سیمه کې یې پوسته تخریب کړې ده، نور د تلفاتو په اړه دقیق جزئیات تر اوسه نه‌شته."

دا برید تېره شپه د نهو بجو خوا ته وشو. د پولیسو یوې سرچینې چې د خبرو اجازه‌یې نه‌لرله ازادي راډیو ته وویل چې دې چاودنې ۱۵ تنه وژلي دي.

چک د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره بېړنی حالت اعلان کړ

چک جمهوریت کې د کرونا د مخنیوي لپاره خلکو ماسکونه تړلي

چک جمهوریت سر له راتلونکې دوشنبې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو ځل بیا بېړنی حالت اعلان کړ.

د چک روغتیا وزیر رومان بریمولا د چهارشنبې په ورځ د حکومتي چارواکو تر فوق‌العاده غونډې وروسته وویل: "ګڼو لاملونو دې ته اړ کړم چې د بېړني حالت وړاندیز وکړم. اوسنی وضعیت ښه نه‌دی. چک جمهوریت په وروستیو کې یو له هغو هېوادونو نه دی چې ډېر کسان په‌کې په کرونا ویروس اخته شوي. موږ باید د بریتانیا، فرانسې یا اسرائیل په څېر یو لړ اقدامات د دې لپاره وکړ چې د زیاتېدو مخه ونیسو."

د بندیز د لومړیو دوو اوونیو په مخه به تر ۲۰ تنو ډېر په بهر کې او تر ۱۰ ډېر په داخل کې نه‌شي سره یوځای کېدلی، لوبو ته به نندارچیان نه‌کېني، منځني ښوونځي به بندېږي او په روغتونونو کې به د مرستې لپاره د طب له محصلینو مرسته غوښتل کېږي.

په چک جمهوریت کې په وروستۍ یوې میاشت کې تر ۴۰ زره ډېر کسان په کرونا اخته شوي چې د نفوس په تناسب په اروپا کې دوهم هېواد دی چې ډېر کسان په‌کې 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ نیولي دي.

چک جمهوریت د مارچ په میاشت کې لومړی ځل د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره اضطراري حالت اعلان کړی و چې دوه میاشتې یې دوام وکړ.

خوست کې ماین چاودنه شوې

ارشیف

په خوست ښار کې ماین چاودنې یو کس وژلی او ۶ ملکيان یې ټپیان کړي.

د خوست والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل، چې دغه چاودنه نن مازدیګر مهال ۴:۴۵ دقیقې د خوست دوهمې حوزې اړوند د مجاهد څلور لارې ته څېرمه وشوه.

منګل وایي، یو کس غوښتل یې یو ماین ولېږدوي، چې خپل ماین پرې چاودلی او نوموړی یې ځای پر ځای وژلی.

په پېښه کې ۶ ملکیان هم ټپیان شوي چې د درملنې په هدف روغتون ته لېږدول شوي.

د دې چاودنې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د خوست ښار په منځ چوک کې یوې چاودنې د ښوونځی یو زده کوونکی وواژه او څلور کسان یې ټپیان کړل.

ناټو په افغانستان کې د تاوتریخوالو دوام ته غبرګون وښود

کابل کې کاسټر موټر چې د ماین چاودنې پېښه کې ویجاړ شوی؛ ارشیف

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وایي، هره میاشت د دې هېواد ډېری خلکو ته د امنیتي پېښو له امله مرګ ژوبله اوړي.

سټیفانو پونته کوروو نن پر ټویټر ولیکل چې ناټو د ملګرو ملتونو د سازمان ترڅنګ په امنیتي پېښو کې په لاس د جوړو شویو چاودېدونکو توکو کارول په سختو ټکو غندي.

د هغه په وینا ټول افغانان اړتیا لري چې د سولې ګټې احساس کړي او په لیدلوري یې باور ولري.

په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکراتو په دوام لا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې.

تر دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر یا یوناما په افغانستان کې د ماینونو ایښودل غندلي او هغه یې غیرقانوني کار بللی و.

د ملګرو ملتونو د سازمان د شمېرو له مخې یوازې په اګسټ میاشت کې څه باندې ۱۰۰ ملکي وګړو ته په افغانستان کې د ماین د چاودنو له کبله مرګ ژوبله اوښتې.

یوازې پرون د دایکندي چارواکو تایید کړه چې په دې ولایت کې ۱۴ کسان د ماین په چاودنه کې ووژل شول.

عبدالله عبدالله: له پاکستانه ښه پیغام سره ځم

د عکس ښي لور ته د پاکستان صدراعظم عمران خان او چپ لور ته د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر وایي، له ښه پیغام سره به افغانستان ته بېرته ولاړ شي.

عبدالله عبدالله نن په اسلام آباد کې د آزادي راډیو له خبريال سره په مرکې کې ویلي چې د پاکستان سفر یې لاسته راوړنې لري.

هغه وویل: "زه ډېر هیله من یم، ښه سفر وو، خوښ یم، هغه بحثونه چې موږ له چارواکو، خلکو او بنسټونو سره درلودل، انشالله چې زمونږ پر اړیکو به ښه اغېز وکړي."

تر دې وړاندې عبدالله عبدالله د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره د لیدو پر مهال سوله د افغانستان د خلکو او حکومت لومړیتوب بللی وو.

ښاغلي علوي ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې هڅو هر اړخیز ملاتړ کوي.

ټاکل شوې ښاغلی عبدالله پاکستان ته د خپل سفر په درېیمه او وروستۍ ورځ د هغه هېواد له دینې عالمانو سره هم وګوري.

نوموړي تر دې دمخه د پاکستان له صدراعظم عمران خان، لوی درستیز قمر جاوېد باجوه او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ: بلخ کې د کرکټ لوبغالی جوړېږي

د افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ په بلخ کې د کرکټ د یو لوبغالي د جوړولو خبر ورکوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، ټاکل شوې چې دغه لوبغالی په مزار شریف ښار کې په نړیوالو معیارونو سره جوړ شي.

د کرکټ د دغه لوبغالي په تاسیساتو کې، ادارې برخې، د تمرینونو او زده کړې لپاره خونې، او له لوبې مخکې لوبغاړو ته د اندامونو یا غړو د نرمولو د ځانګړو څانګو جوړول هم شامل دي.

دغه لوبغالی به په یو وخت کې د زرګونو نندارچیانو ظرفیت ولري.

د دې لوبغالي کار نن پیل شو او یو کال کې به بشپړ شي خو کرکت بورډ یې د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل.

د افغانستان فوټبال سیالیو دوام؛ نن طوفان او امو لوبډلې سیالي کوي

ارشیف

د افغانستان د فوتبال غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې به نن طوفان هریرود او موج‌های امو لوبډلې سره مخ شي.

دا به د دغو سیالیو څلورمه لوبه وي.

تېره ورځ د سپین غر بازانو لوبډلې د سیمرغ البرز لوبډلې ته یو د صفر په وړاندې ماته ورکړه.

د افغانستان د فوتبال غوره لیګ نهم دور د تېرې پنچشنبې په ورځ په کابل کې پیل شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، د نجونو او ښځو په ګډون ډېر خلک د دغو لوبو ننداره کوي.

د 'ای پي ایل' سیالیو دوام؛ راشد خان په لومړي ځل جایزه واخیسته

راشد خان

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو 'ای پي ایل' په روانو سیالیو کې افغان لوبغاړي راشد خان د لومړي ځل لپاره د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

راشد خان د تېرې شپې په لوبه کې د ډېلي کپیټلز لوبډلې درې مهم لوبغاړي له میدانه بهر کړل او د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې ته‌يې بریا خپله کړه.

راشد خان په څلورو اورونو کې تر ټولو کمې ۱۲ منډې ورکړې او درې مهمې وېکټې يې واخیستې.

په دې لوبه کې چې تېره شپه د ابوظبي په لوبغالي کې ترسره شوه، سنرایزرس حیدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې هدف وټاکه، خو ډېلي لوبډلې یاد هدف پوره نه‌شو کړای او د اووه لوبغاړو په سوځېدو يې ایله ۱۴۷ منډې وکړې او دا لوبه‌يې د ۱۵ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته وبایلله.

دا په روانو لوبو کې د حیدراباد لومړۍ بریا ده او د ډېلي کپيټلز لومړۍ ماتې ده.

د دې سیالیو د نن ماښام په لوبه کې چې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې به ترسره شي راجستان رایلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

هند کې پر یوه جومات د حملې تورنو طراحانو ۳۰ کاله وروسته برائت واخیست

د هند ستره محکمه

یوې هندي محکمې ټولو هغو ۳۲ کسانو ته چې نږدې ۳۰ کاله دمخه پر یوه جومات په برید کې په لاس لرلو تورن وو، برائت ورکړ.

هغه برید د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی راوپاراوه او شاوخوا دوه زره کسان په‌کې ووژل شول.

د هند د ملت‌پالي بهاراتیا جاناتا ګوند یو شمېر لوړپوړي مشران په تورنو کسانو کې شامل وو چې نن د سپټمبر ۳۰مه برائت ورکړل شو.

دغو کسانو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په ۱۹۹۲ کال کې یې په اتراپرادېش ایالت کې د بابري په نوم د ۱۶مې پېړۍ پر جومات د برید سپارښتنه کړې وي.

هندوان په دې باور دي چې دا جومات د رام په نوم د دوی د یوه خدای په زېږن ځای کې جوړ شوی او ادعا کوي چې جومات د یوه زیارت پر سر جوړ شوی وو.

په ۱۹۹۳ کال کې ۴۹ کسان په دې برید کې په لاس لرلو تورن شول، خو له هغه وخته له دې ډلې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

پاتې ۳۲ تنو نن د یوې ځانګړې محکمې څخه برائت واخیست.

محکمې حکم وکړ چې دا جومات د ټولنې ضد عناصرو له‌خوا وران شوی وو او داسې اسناد نه‌شته چې دا کار له مخکې پلان شوی ثابت کړي.

عبدالله: د افغان حکومت او خلکو لومړیتوب هېواد کې د سولې راوستل دي

عبدالله عبدالله د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره وکتل

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پاکستان له ولسمشر سره د لیدو پر مهال ویلي چې د افغانستان د حکومت او خلکو لومړیتوب په هېواد کې یې د سولې راوستل دي.

عبدالله عبدالله نن تر غرمې دمخه له ولسمشر عارف علوي سره ولیدل.

ښاغلي علوي ویلي چې پاکستان په هر اړخیز ډول د افغانستان د سولې هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې په افغانستان کې د جګړې ختمېدل او د ثبات ټینګښت غواړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ویلي، دا مهال د روانو ستونزو څخه د راوتلو یو استثنایي فرصت رامنځته شوی دی، نو هغه سولې ته د افغانستان د رسېدو لپار د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې ښاغلی عبدالله پاکستان ته د خپل سفر په درېیمه او وروستۍ ورځ د هغه هېواد له دیني عالمانو سره هم وګوري.

نوموړي تر دې دمخه د پاکستان له صدراعظم عمران خان، لوی درستیز قمر جاوېد باجوه او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.

تېر ۲۴ ساعته اوکراین کې له ۴۰۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي

تر اوسه په اوکرایین کې ۹۵۹۲۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي .

په اوکراین کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۴۰۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا د روان کال د مې میاشتې راهیسې چې دا وبا په اوکراین کې خوره شوه، په دې هېواد کې په یوه ورځ د کویډ ۱۹ ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ده چې ثبت شوه.

د اوکراین د عامې روغتیا وزیر ماکسیم ستیپانوف نن په کیف کې خبریالانو ته وویل، په ۴۰۲۷ نویو ناروغانو کې ۲۷۶ تنه یې ماشومان او ۱۷۱ تنه روغتیایې کارکوونکي دي.

د ستیپانوف په خبره له دې شمېرې څخه ۷۳۳ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.

تر اوسه په اوکرایین کې ۹۵۹۲۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې ۴۱۲۹ ترې مړه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG