د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

'روانه اونۍ هم قطر ته د افغان حکومت مرکچي پلاوی نه ځي'


د افغان حکومت مرکچي پلاوی
د افغان حکومت مرکچي پلاوی

د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوي یو غړی وایي، روانه اونۍ به دوحې ته د دوی سفر ونه شي.

عبدالحفیظ منصور ازادي راډيو ته وویل، چې د دغه سفر د ځنډ لامل هم مذاکراتو ته د طالبانو نه چمتوالی دی.

په بین الافغاني مذاکراتو کې د ځنډ دوام او په دې اړه د دواړو خواوو ضد او نقیضې څرګندونې.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي یو غړي عبدالحفیظ منصور وایي، دا اونۍ به دوحې ته د دوی سفر ونه شي.

حفیظ منصور
حفیظ منصور

هغه وویل: "په دې اونۍ کې مو سفر نه کېږي، دلیل یې هم دا دی چې طالبان چمتو نه دي، د هغوی پلاوی پاکستان ته تللی او تر اوسه قطر ته نه دي ستانه شوي."

که څه هم ښاغلی منصور وايي، چې د طالبانو پلاوی تر اوسه قطر ته نه دی رسېدلی خو طالبان بیا وایي چې پلاوی یې په دوحه کې دی.

سهیل شاهین
سهیل شاهین

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته په یو پیغام کې لیکلي چې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي دوحې ته رسېدلي دي.

بلخوا د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا یوه باخبره سرچینه وایي، چې د دغه سفر د ځند اصلي لامل د دواړو لورو تر منځ د همغږۍ نشتوالی ده.

دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي دغه شان ازادي راډیو ته وویل، چې تخنیکي ستونزي هم موجودې دي.

خو یو طالب چارواکي له دې مخکې د نوم نه ښودلو په شرط د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې د ځنډ په اړه ازادي راډيو ته ویلي و، اصلي لامل دا دی چې د طالبانو تخنیکي ټیم باید د افغان حکومت له لوري د تازه ازاد شویو بندیانو نوملړ تائید کړي، چې په خبره یې دا وخت غواړي.

په دې منځ کې د افغانستان د سولې د انسټېټوټ مشر یاسر احمدزی وايي، ورځ بلې ته د مذاکراتو ځنډېدل د افغان سولې د بهیرباور ته زیان رسوي.

یاسر احمدزی
یاسر احمدزی

هغه وویل: "په ټوله کې په دغو ځنډولو هېڅ هم نه کېږي بلکې هغه باورونه چې د خلکو او نړیوالو په دواړو خواوو دي، هغه ته زیان رسېږي او باورونه راکمېږي، په ځانګړې توګه د عام ولس باور ته، تر ډېره وخته د بندیانو د خوشې کېدو لپاره د مسئله اوږده شوه چې هغه هم حل شوه، خو اوس داسې واړه واړه خنډونه دي چې د سترو لاسته راړونو مخنیوی کوي."

بلخوا وال سترېټ ژورنال بیا پرون ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بین الافغاني خبرې به د دوشنبې په ورځ پیل شي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل ځای لا دمخکې روښانه ده چې په قطر کې به ترسره کېږي خو د خبرو د پیل د کره نېټې په اړه یوه لوري هم مخکې څه نه دی ویلي.

دغه خبرې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې باید ډېر مخکې ترسره شوې وې د دواړو لوریو له خوا د بندیانو د تبادلې له امله وځنډېدې، هغه بهیر چې د افغان حکومت په خبره اوس بشپړ شوی او د بین الافغاني خبرو د ځنډ په وړاندې کومه ستونزه نه ده پاتې.

XS
SM
MD
LG