د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

قطر کې له طالبانو سره د افغان مرکچي پلاوي د سولې ابتدایي خبرې پیلېږي


طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی
طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی

د افغانستان حکومت یو پلاوی د قطر په پلازمېنې دوحه کې دی او تمه ده چې له طالبانو سره د سولې ابتدایي خبرې ژر پیل شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا یوه غړي دین محمد ازادي راډیو ته تېره شپه ناوخته وویل چې یو هیئت قطر ته ولاړ او بل ورپسې دی.

هغه زیاته کړه: "کوم پلاوی چې د مذاکرې لپاره تعیین شوی دی هغه تر اوسه په کابل کې دی او یو مقدماتي پلاوی تللی دی او دا پلاوی به سبا، یا بل سبا یا په دې نږدې ورځو کې دوحې ته لاړ شي."

دین محمد
دین محمد

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د قطر د دولت په بلنه دوحې ته په راتلونکو څو ورځو کې ولاړ شي.

طالبانو ته په قطر کې نږدې سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې د سولې خبرې ښایي رسماً راتلونکې اوونۍ پيل شي او دا اوونۍ د دې احتمال شته چې تعارفي خبرې د کابل له پلاوي سره ترسره شي.

د روغې جوړې عالي شورا: افغان مرکچي پلاوی به تر سبا دوحې ته سفر وکړي

د ملي روغې جوړې شورا: راتلونکې اوونۍ به طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل شي

دې سرچینې چې نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله‌یې نوم ذکر شي د سولې د ژر خبرو د پيل په اړه څرګنده کړه چې د طالبانو د سولې د خبرو د ۲۰ کسیز پلاوي له ډلې څخه دوه تنه نور محمد ثاقب چې د دوی د رژیم پر مهال د سترې محکمې رئیس و او د هغه وخت د وزیرانو د شورا مرستیال او د طالبانو د مشرقي زون رئیس مولوي عبدالکبیر د پاسپورټ او ویزې د ترلاسه کولو لپاره تر اوسه دوحې ته نه‌دي رسېدلي.

د طالبانو د سولې په ۲۰ کسیز پلاوي کې د دوی د شورا ۱۳ غړي هم شامل دي چې مشري یې عباس ستانکزی کوي.

په قطر کې د هوکړې لاسلیک
په قطر کې د هوکړې لاسلیک

طالبانو مخکې ټینګار کاوه چې هغه وخت به د افغانانو په خپل منځي خبرو کې برخه اخلي چې د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې له تړون سره سم د دوی هغه پنځه زره زندانیان د افغانستان له زندانونو خوشې شي چې دوی یې افغان حکومت ته لېست ورسپارلی دی.

د دې زندانیانو له ډلې څخه یو شمېر لا په بند کې وو، خو د طالبانو ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي دي چې د دوی ټول زندانیان خوشې شوي او یوازې یې شپږ تنه لا په زندان کې دي، دا هغه کسان دي چې یو شمېر بهرني هېوادونه لکه استرالیا او فرانسه د هغوی له خوشې کېدو سره مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG