د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

امنیت شورا: د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې بهیر پای ته ورسېد


ارشیف، یو شمېر ازاد شوي طالب بندیان
ارشیف، یو شمېر ازاد شوي طالب بندیان

له څو میاشتو ناندریو وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر پای ته ورسېد.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د طالبانو د سپارل شوي لېست له مخې یې د دغه ډلې ټول بندیان ازاد کړل.

دې شورا د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۳» په یوه اعلامیه کې لیکلي، حکومت د طالبانو ټول بندیان پرته له هغو چې په خبره‌یې نړیوال غبرګونه موجود و خوشې کړي او طالبانو هم ټول افغان کمانډویان ازاد کړي دي.

اعلامیه کې راغلي چې د پاتې طالب بندیانو په اړه هم ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي او په خبره‌یې افغان حکومت هیله‌مند دی چې مستقیمې خبرې سمدستي پیل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي د وسله‌والو طالبانو اووه هغه بندیان چې فرانسې او استرلیا يې په نه‌خوشې کېدو ټینګار کړی، قطر ته استول کېږي.

دی وایي د افغانستان د بهرینو چارو وزارت له لوري له فرانسې سره د دغو بندیانو پر خلاصون توافق شوی، خو په اړه‌يې له استرالیا سره لا هم خبرې روانې دي.

فرانسه او استرالیا د کومو طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالف دي؟

امنیت شورا: طالبانو د افغانستان د ملي اردو ټول کمانډویان خوشې کړل

هغه زیاته کړه: "هغه شمېر بندیان چې استرالیا او فرانسې یې د خلاصون په اړه اعتراض درلود، زموږ معلومات دا دي چې دوی به قطر ته بیایي او هلته به‌یې سپاري، یعنې دا موضوع یو څه حل شوې او د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبره کړې چې له فرانسې سره‌یې خبرو کې پرمختګ کړی له استرالیا سره په دې اړه پوره موافقې ته نه‌دي رسېدلي."

دین محمد
دین محمد

یوې بلې حکومتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله‌يې نه‌غوښتل نوم‌يې واخیستل شي هم ازادي راډيو سره په خبرو کې قطر ته د یادو بندیانو د استولو خبر تأیید کړ، خو ویې‌ویل چې دا لانجمن بندیان به په قطر کې د امریکا تر څارنې لاندې تر هغه هلته ساتل کېږي چې تر څو یې پر خلاصون توافق وشي.

سرچینې زیاته کړه که د دغو بندیانو پر خلاصون توافق وشو دوی به بېرته کابل ته راواستول شي او وروسته به خوشې شي.

سرچینې په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل خو ویې‌ویل چې په دې اړه کار روان دی چې د کوم پلان له مخې به دا بندیان هلته وساتل شي.

هڅه مو وکړه له طالبانو نه د بندیانو د تبادلې او د دغه بهیر د پای ته رسېدو په اړه معلومات ولرو، خو د دغې ډلې ویاندویانو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.

ازاد شوي طالبان
ازاد شوي طالبان

بل‌خوا یوه با خبره حکومتي سرچینه وایي سبا جمعه به افغان مذاکراتي ټیم په قطر کې وي او هلته به د دوی او طالبانو مذاکراتي ټيم ترمنځ یوه تعارفي ناسته هم وشي.

ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د بهیر تر پای وروسته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مستقیمې خبرې پیل شي.

XS
SM
MD
LG