د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

افغان حکومت: طالبان د نورې پلمې نه‌کوي


ارګ
ارګ
  • حکومت طالبانو ته وايي نورې پلمې مه‌کوئ!

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبان دې پلمې بندې او له حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پرون (د وږې ۱۸مه) په یوه لنډ پيغام کې ازادي راډيو ته لیکلي: "ټول (طالبان) خوشې شوي دي او طالبان باید نورې بهانې جوړې نه‌کړي او له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل کړي."

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

جاوېد فیصل دا پیغام په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک د یوه ټویټ په اړه له ازادي راډیو سره شریک کړ.

نعیم وردک پرون پر ټویټر ولیکل چې د هغوی یو شمېر بندیان نه‌دي خوشې شوي او له دې کبله د خبرو پیل ځنډېدلی دی.

وردک همداراز لیکلي، کله چې حکومت د دوی ټول بندیان خوشې کړي، د سولې په خبرو کې به ګډون ته تیار شي. له امریکا سره د طالبانو د سیاسي دفتر د موافقې له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه وشوه، حکومت باید د طالبانو ۵،۰۰۰ بندیان خوشې کړي وی او دوی به هم د حکومت ۱،۰۰۰ بندیان خوشې کول او بیا به د سولې په اړه مخامخ خبرې پيلېدې.

  • حکومت توپ د طالبانو میدان ته وراچوي؟

د افغانستان حکومت مکرراً وايي چې پلاوی یې هره ګړۍ د سولې د خبرو پیل ته تیار دی.

د افغانستان د سولې د وزارت ویاندې ناجیې انوري پرون پر ټویټر په وېډیويي پیغام کې تقریباً د جاوېد فیصل خبره کړې ده.

هغې ویلي چې حکومت خپل ټول مسؤلیتونه سرته رسولي او د طالبانو ۶ پاتې بندیان به چې د ازادۍ پر سر یې لانجه وه، په نږدې وخت کې قطر ته واستول شي.

ناجیه انوري زیاته کړه: "قطر ته د هغوی ۶ بندیانو پر استولو کار روان دی. وخت رارسېدلی چې مقابل لوری هم رسماً د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي چې د امنیتي او د فاعي ځواکونو هېڅ اسیر نه‌دی ورسره پاتې."

فرانسه او استرالیا د کومو طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالف دي؟

ایا د ۷ طالب بندیانو پر سر راپورته شوې لانجې د سولې بهیر اغېزمن کړی؟

د طالبانو د ۶ بندیانو له خوشې کېدو سره فرانسې او استرالیا مخالفت کړی و او ویلي یې و چې په افغانستان کې یې د دې هېوادونو وګړي وژلي دي، خو طالبان ادعا کوي چې حکومت‌یې ۱۰۰ بندیان نه‌دي خوشې کړي.

  • ایا د ستونزې زړی د امریکا او طالبانو ترمنځ دی؟

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت‌الله نبیل پرون په یوه ټویټ کې د حاجي بشر نورزي د خوشې کېدو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې دی فکر نه‌کوي چې طالبان به تر هغو چې حاجي بشر نورزی خوشې نه‌شي، خبرو ته حاضر شي.

نبیل اشاره کړې چې د بشر نورزي د ازادۍ تضمین د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد کړی دی.

نبیل د ټایم د یوې مقالې حواله ورکړې چې په دې اړه چې څرنګه په امریکا کې حاجي نورزي ته دام ايښودل شوی و، مفصلې خبرې په‌کې شوې دي. حاجي بشر نورزی د افغانستان د مخدره موادو ستر قاچاقبر او د طالبانو له عمده تمویلوونکو بلل کېږي.

هغه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې په دې پلمه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې پر موافقه کار وکړي، له دوبۍ نیویارک ته ولاړ او هلته د هیروئینو په نړیوال قاچاق کې د لاس درلودلو په تور ونیول شو.

هغه په امریکا کې په عمري بند محکوم شوی دی. زلمی خلیلزاد اوس‌مهال په قطر کې دی او د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر، ملا عبدالغني برادر سره‌یې کتلي دي.

ارشیف، په قطر کې له طالب مشرانو سره د زلمي خلیلزاد یو پړاو لیدنه
ارشیف، په قطر کې له طالب مشرانو سره د زلمي خلیلزاد یو پړاو لیدنه

د طالبانو ویاند ویلي چې خلیلزاد او برادر د بندیانو پر خوشې کېدو هم غږېدلي دي، خو نبیل د ټایم د یوې مقالې حواله ورکړې چې د حاجي بشر نورزي په اړه ده.

XS
SM
MD
LG