د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

افغانستان کې ۱۹ کاله جګړه؛ ایا امریکا خپل هدف ته ورسېده؟


امریکايي سرتېري له طالبانو سره جنګیږي
امریکايي سرتېري له طالبانو سره جنګیږي

پر افغانستان د امریکا له برید ۱۹ کاله وروسته، متحده ایالاتو او طالبانو د سولې هوکړه‌لیک لا‌سلیک کړ، په داسې حال کې چې له دې هوکړې ۲۲۰ ورځې تېرېږي، لا هم په دې هېواد کې جګړه په شدت روانه ده.

د اکټوبر ۷مه، د طالبانو پر رژیم د امریکا د برید له ۱۹مې کلیزې سره برابره ده، خو د سولې له هڅو سره سره لا هم په دې هېواد کې د ټول‌شموله سولې، ثبات او امنیت څرک نه‌لیدل کېږي.

دا جګړه چې په یو امر پیل شوه، خو په یوه توافق لا پای ته نه‌ده رسېدلې.

د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه د امریکا پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش پر افغانستان د هوايي برید امر وکړ او ویې‌ویل، دوی د دې برید غوښتنه نه‌وه کړې، خو اوس به‌یې ترسره کوي.

جورج ډبلیو بوش
جورج ډبلیو بوش

د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر په خبره، د برید موخه افغانستان کې د ترهګرو اډې ختمول او د طالبانو پوځي زور اوبه کول دي.

  • خو اوس چې ۱۹ کاله پوره کېږي، ایا امریکا دې هدف ته ورسېده که نه؟

په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امریکا د اهدافو او بریا په اړه دوه ډوله نظریات شته.

د پوځي مسایلو پوه عبدالباري عارض وايي، متحده ایالاتو په دې جګړه کې ظاهراً خپل یو شمېر اهداف ترلاسه کړي دي.

ده وویل: "ځیني اهداف ترلاسه شوي، مګر ځیني یې دوی فکر کوي چې له جګړې په سوله کې ښه په لاس راوړل کېږي. مثلاً دوی د سپټمبر د ۱۱مې په ځواب کې دا برید وکړ، اسامه بن لادن‌یې ووژاه، القاعده‌یې په افغانستان کې تار و مار کړه او هغه پخوانی کیفیت‌یې له لاسه ورکړ، دا د دوی لاسته راوړنه ده."

د القاعده شبکې وژل شوی مشر اسامه بن لادن
د القاعده شبکې وژل شوی مشر اسامه بن لادن

خو یو شمېر نور بیا وايي، امریکا نه‌یوازې دا چې په افغانستان له ترهګرۍ سره مبارزه کې ناکامه ده، بلکې په افغانستان کې د امنیت او ثبات راوستو په برخه کې هم پاتې راغلې.

شنونکی نجیب ازاد وايي: "وضعیت ته په کتو سره امکان لري چې د افغانستان جګړه لا اوږده شي، ځکه د دوی اهداف داسې دي چې پایله‌یې ترلاسه کوئ، د بهرني ډیپلوماسۍ له مخې غځول کېږي."

  • مالي لګښت او ځاني زیان

دې جګړې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مالي لګښت او ځاني زیان هم درلودلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، متحده ایالاتو په دې جګړه کې د ۲۰۰۱ کال نه د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې ۷۶۰ میلیارده ډالر لګولي دي.

امریکايي سرتېري
امریکايي سرتېري

د دې ترڅنګ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي سرپلټونکي یا سیګار د راپور پر بنسټ، د ۲۰۰۱ د اکټوبر له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۰ د اپرېل تر ۱۷مې نېټې پورې په افغانستان کې ۲،۴۳۹ امریکایي عسکر او پرسونل وژل شوي دي.

په امریکا کې د براون پوهنتون واټسن څېړنیز مرکز بیا وايي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ۲۰۱۹ کال تر نومبر میاشتې افغانستان کې ۱۵۷ زره ولسي وګړي، نظامیان او د حکومت مخالفان وژل شوي دي.

خو له دې ټولو سره سره د جګړې ښکېلو لورو په دې سلا کړې چې دا جنګ پوځي حل لار نه‌لري.

  • د افغانستان سوله، د امریکا او طالبانو توافق

په افغانستان کې د سولې د راتلو په نیت امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، هوکړه لاسلیک کړه.

قطر کې د هوکړې لاسلیک
قطر کې د هوکړې لاسلیک

په دې هوکړه کې یو بحث په افغانستان کې د جګړې کمښت دی، خو داسې مهال چې د هوکړې له لاسلیک ۲۲۰ ورځې تېرېږي، مګر نه جګړه کمه شوې او نه هم په دې هېواد کې د ټول‌شموله سولې، ثبات او امنیت څرک لیدل کېږي.

شنونکي وضعیت او د امریکا اهدافو ته په کتو د دې هوکړې پایله له ګواښ سره مله بولي.

د افغانستان او سیمې د مسایلو څېړونکی کابل خان تدبیر وايي، امریکا به هڅه وکړي چې د همدې هوکړې له مخې، طالبان د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

کابل خان تدبیر
کابل خان تدبیر

نوموړي زیاته کړه: "دا یو ګروپي توافق دی، د افغانستان په کچه نه‌دی. زه فکر کوم چې له دې ګروپ‌ (طالبانو) څخه به د یوه ګمارل شوي ګروپ په توګه ګټه واخیستل شي او هغه څه چې د امریکا ګټې ایجابوي، له دوی به استفاده وکړي."

که څه هم امریکا د دې تړون بری د طالبانو په راتلونکو کړنو پورې محدودوي، خو طالبانو بیا د اکټوبر د اوومې په مناسبت په خپله اعلامیه کې د دې هوکړې عملي کېدل مهم بللي.

د طالبانو په اعلامیه کې زیاته شوې "د دې تړون له مخې باید، ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، د امریکا په ګډون لیرې او نږدې هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې له هر ډول مداخلې ځان وساتي، څو افغانان وشي کولای په ازاده او مستقلانه فضا کې په‌ خپلو کې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي."

  • د جګړې دوام

که څه هم امریکا، ملاتړو بهرنیو ځواکونو او افغان وسله‌والو طالبان په دوو میاشتو کې وپرځول، خو له نږدې ۱۹ کلونو وروسته، بیا هم دا ډله فعاله ده او جګړې ته دوام ورکوي.

شنونکي د طالبانو سخت ترکیب، د افغان ځواکونو او حکومت محدودیت او تر ډېر وخت افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتېدو د هوډ نشتوالی د جګړې د دوام لاملونه بولي.

د دې تر خوا له طالبانو د سیمې په ځانګړي ډول د پاکستان ملاتړ او په افغانستان کې د امریکا له حضور سره د سیمې د یو شمېر هېوادونو مخالفت هم د جګړې د دوام لاملونه بلل کېږي.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د سولې او په نظام کې د طالبانو د ګډون هڅې هم روانې دي.

قطر کې د افغان دولت او طالبانو د سولې خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د افغان دولت او طالبانو د سولې خبرو پرانیست غونډه

د دې برخې یو مهم لوری بیا د افغانستان اسلامي جمهوریت دی چې همدا اوس‌یې پلاوی له طالبانو سره د سولې د خبرو او د ۱۹ کلنې جګړې د پای لپاره د قطر په دوحه کې په خبرو بوخت دی.

خو د دې خبرو د بریا او د جګړې د پای لپاره هېڅ تضمین نه تر سترګو کېږي او دا هم ډېره لیرې نه‌ښکاري چې دا ۱۹ کلنه جګړه ۲۰ کلنه نه‌شي.

XS
SM
MD
LG