د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

قطري چارواکو سره د ولسمشر غني د بحث یوه برخه د سولې روانې خبرې دي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني، ارشیف
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، ارشیف

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کویټ او قطر ته ولاړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې ښاغلی غني به د قطر له امیر او صدراعظم سره د افغانستان د سولې د بهیر او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې قطر ته سفر کوي چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو تر منځ د سولې خبرې درېدلې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانستان د سولې اوسنی روان بهیر له قطري چارواکو سره د محمد اشرف غني د بحثونو یو مهمه برخه ده.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل، چې ښاغلی غني به د قطر له امیر، صدراعظم او ځینو نورو قطري چارواکو سره دغه شان د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړي.

هغه وايي: "جمهو رییس به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره د قطر له امیر، صدراعظم او نورو چارواکو سره به ناستې ولري، همدارنګه سوله اساسي بحث دی او جمهور رییس چې هر هېواد ته ځي او یا هم د کومو هېوادونو چارواکي چې افغانستان ته راځي د سولې په اړه ورسره خبرې کوي او هڅه کوي چې له دغه بهیر سره همکاري وشي.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

د ښاغلي مینه پال په خبره، ښاغلی غني به د کویټ د مخکیني امیر د فاتحې په مراسمو کې د ګډون په هدف لنډ وخت لپاره په کویت کې هم پاتې شي.

د ښاغلي غني یو سلاکار شاه حسین مرتضوي قطر ته د جمهور ريیس د سفر په اړه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "له یوه واحد ادرسه د افغانستان د بهرني او سیمه‌ییز سیاست انسجام د بهرني سیاست په برخه کې د جمهور ريیس د بریالیو پنځو مهمو ګټګوریو برخه ده."

جمهور ريیس داسې مهال قطر ته ځي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو تر منځ د خبرو په کړنلاره لیدنې کتنې د اختلاف له امله درېدلي او په افغانستان کې هم جګړې شدت موندلی دی.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد اکرام عارفي وايي، جمهور ريیس به په دې سفر کې هڅه وکړي چې وضیعت له ګنګل شوي حالت نه راوباسي.

د هغه په وینا: "د دې سفر یو له اصلي اهدافو دا دی چې د سولې مذاکراتو ته پام وشي، جمهور ريیس حتما د قطري چارواکو او ان امکان لري چې له بلواسطه لارې له طالب مشرانو سره هم اړیکه ونیسي، دا سفر کولای شي چې د دې ستونزې په حل کې مرسته وکړي. "

نږدې یوه میاشت کېږي، چې د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی په قطر کې دی، که څه هم دواړو لوریو د مذاکراتو له پیل وړاندې د خبرو د تګللارې په اړه غونډې کړي، خو لا په دې برخه کې بشپړ توافق نه دی شوی.

قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور
قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور

د دې خبرو له منځه‌یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وايي، د مذاکراتو د پیل لپاره د کړنلارې د جوړېدو لپاره په مذهبي برخه کې د اختلاف مسئله د حل په درشل کې ده، خو د خبرو د بنسټ لپاره د د وحې د تړون ذکر او په دې برخه کې اختلاف لا هم په خپل ځای دی.

سرچینه زیاتوي، د دې ستونزې د حل لپاره هم د افغان دولت مرکچي پلاوي د بدیل ۶ لارې یا طرحې وړاندې کړي.

قطر ته د جمهور ريیس غني له سفر وړاندې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره لیدنه کړې وه او د د تاوتریخوالي په کمېدو یې ټینګار کړی و.

XS
SM
MD
LG