د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

خلیلزاد د افغانستان سولې په اړه له تاجکي چارواکو سره خبرې وکړې


زلمی خلیلزاد له تاجکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال
زلمی خلیلزاد له تاجکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره تر لیدنې وروسته دوشنبې ته رسېدلی او د افغانستان سولې اړوند یې له تاجکي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د ازادي راډيو تاجکي څانګه وايي، ښاغلي خلیلزاد د دغه هېواد له ولسمشر سره لیدلي او ښاغلي رحمان، خلیلزاد ته ویلي چې دوی هم په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د تاجکستان ولسمشر دغه‌شان ویلي چې دوی د افغانستان له لوري د سرحدونو په برخه کې د امنیت په اړه اندېښمن دي.

تر دې وړاندې ښاغلي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو په اړه ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

ارشیف، زلمی خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پرانیست غونډه کې د ګډون پر مهال
ارشیف، زلمی خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پرانیست غونډه کې د ګډون پر مهال

بل‌خوا قطر ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر ورتګ وروسته د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم ځيني غړي وايي کېدای شي د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو ترمنځ خبرې نن یا سبا بېرته پیل شي.

زلمي خلیلزاد د افغان حکومت د مرکچي پلاوي له ښځينه غړو سره هم جلا خبرې کړې دي.

دا چې ښاغلی خلیلزاد په کوم مسایلو له دوی سره غږېدلی؟ د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړې شریفې زرمتۍ ازادي راډيو ته وویل: "ډېر امکان شته چې نن او یا هم سبا د تماس ډلو ترمنځ جلسه وشي، په دې کې شک نه‌شته چې موږ زلمي خلیلزاد سره په ټولو مسایلو خبرې کړې دي، په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو اندېښنې مو ورسره شریکې کړي ځکه ښځې اندېښنه لري چې جګړه ورځ په ورځ په زیاتېدو ده او ترڅنګ‌یې د افغانستان د ښځو د ۱۰ کلونو لاسته راوړنو په اړه چې د ټولو ښځو غږ دی تر دوی مو ورساوه."

(ښی-کین) فوزیه کوفي، شریفه زرمتۍ او زلمی خلیلزاد
(ښی-کین) فوزیه کوفي، شریفه زرمتۍ او زلمی خلیلزاد

مېرمن زرمتۍ وایي زلمي خلیلزاد دوی ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او د تاوتریخوالي پای ته ژمن دي.

د افغان حکومت مذاکراتي ټيم بلې غړې فوزیه کوفي هم ازادي راډيو ته وویل چې د دواړو خواوو د تماس ډلو ترمنځ د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره د کاري اصولو او کړنلارې د جوړولو په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

طالبان بیا وایي لا هم په پخوانیو مسایلو اختلافات شته.

په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته په یو پیغام کې لیکلي چې د بین‌الافغاني خبرو په کړنلاره لا هم هوکړه نه‌ده شوې.

بل‌خوا د افغانستان د سولې او شخړې انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي بیا د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ د اختلافاتو د حل په برخه کې د امریکا ټينګار او فشار د حل‌لاره بولي.

حکمت‌الله اعظمي
حکمت‌الله اعظمي

ښاغلی اعظمي زیاتوي: "دا چې د بین‌الافغاني مذاکراتو اساس به څه وي، امریکا کولای شي په دې برخه کې رول ولوبوي او طالبان او افغان حکومت پر دې قانع کړي چې داسې یوه تګلاره برابره کړي ترڅو نه د امریکا او طالبانو او نه هم د امریکا او افغان حکومت ترمنځ شوې هوکړې دې د دې مذاکراتو اساس وګرځي، دا به یو څه ستونزمنه وي، خو پرته له شکه چې د دغو دواړو خواوو ترمنځ د باور فضا د رغولو لپاره د امریکا رول مرسته کولای شي."

د سولې د بین‌الافغاني خبرو په کړنلاره کې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف ټکي کوم چې د طالبانو له‌خوا رابرسېره شوي او افغان حکومت‌یې ورسره نه‌مني، دوه دي، په خبرو کې ستونزې باید د حنفي فقې پر بنسټ هوارې شي او د خبرو اساس باید د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه وي.

XS
SM
MD
LG