د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

طالبانو سره د سولې خبرو دوهمه اوونۍ؛ 'خبرو کې ځیني لانجمن مسایل مطرح شوي'


قطر کې د سولې د خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د سولې د خبرو پرانیست غونډه

په قطر کې د افغان دولت مرکچیان وایي، له طالبانو سره خبرو کې ځینو لانجمنو مسایلو سره مخ شوي، خو وایي دا مخالفتونه دې حد کې نه‌دي چې د خبرو د دوام مخه ونیسي.

ټیک دوه اوونۍ وشوې چې قطر کې د جګړې ښکېلې ډلې د سیاسي جوړجاړي په نیت سره جرګه شوي، خو تر اوسه د عمومي خبرو پر تګلارې او اجنډا هوکړه نه‌ده شوې.

د دولت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وایي، دوی هوکړې ته نږدې دي او په خبره‌یې کوم راپورونه چې د اختلافاتو په اړه خپاره شوي، له وخته مخکې دي.

هغې زیاته کړه: "که چېرې طالب لوری غواړي چې موږه د کاري اصولو پر جوړولو دومره ستړي کړي چې څوک ترې وتښتي یا شاتګ وکړي، اصلاً امکان نه‌لري، هغه څه چې دباندې خپرېږي یا انعکاس ورکول کېږي، یوازې غواړي د ولس ذهنونه نارامه کړي او د دواړو لورو ترمنځ ټکر ته زمینه برابره کړي، داسې کوم اختلاف د نظر تر اوسه نه‌شته چې هغه دې خدای مه‌کړه د مذاکراتو په وړاندې خنډ واقع کړي."

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي ملا خیرالله خیرخواه ویلي، د تګلارې په اړه ټولو اختلافي مسایلو باندې هوکړه شوې، خو یوازې دوه مادې پاته دي چې یوه‌یې حنفي فقهې ته رجوع کول او بله‌یې دا ده چې د اوسنیو خبرو بنسټ باید له امریکا سره د دوی هوکړه وبلل شي.

ښاغلي خیرخواه له نن ټکي اسیا وېب‌پاڼې سره مرکه کې چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند رسنیو ته لېږلې ویلي، دوی پر همدې دوو ټکو ټینګار کوي، خو مقابل لوری یې ملاحظې پرې لري.

ده وویل: "په تأسف سره چې ځیني ټکي مخکې له دې چې توافق ورباندې وشي هغه دباندې وتلي دي، یوه ماده چې موږ پرې ولاړ یو دا ده چې موږ د بین‌الافغاني خبرو له جهتونو سره د هغه تړون په اساس خبرو ته داخل شوي یو چې له امریکایانو سره مو لاسلیک کړی، اوس دوی وایي، دا تړون تاسې مه ذکر کوئ، بل موږ وایو چې د بحث وړ مسایل باید د اسلامي قوانینو دباندې نه‌وي، له پېړیو راهیسې افغانستان کې حنفي مذهب رایج دی، هلته پرې فیصلې کېږي، طبعاً موږ وویل چې دغه مذهب ته به رجوع کېږي، خو ځینو اهل تشیع وروڼو دا خبره راپورته کړه چې زموږ ذکر هم باید وشي."

په دوحه کې د خبرو له پيل سره د افغانانو، دولت او نړیوالو شریکانو تمې دا وې چې پر اوربند یا لږترلږه اورکم به سلا وشي، خو برعکس د جګړې لیکې هماغسې تودې دي. ښاغلی خیرخواه دې مرکه کې دولت د تاوتریخوالي په دوام تورنوي او وایي، د دوی جګړې د دولت عملیاتو او هوایي بریدونو ته غبرګون دی.

خو دولت او نړیوال شریکان‌یې بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي او دغه ډله د جګړې لامل بولي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد بیا وایي، طالبان یوې سیاسي هوکړې ته له رسېدو مخکې ممکن اوربند ونه‌کړي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

نوموړي د امریکا د پي.بي.اېس نیوز خبریال ته په ځواب کې ویلي: "فکر کوم تاسو سمه خبره کوئ چې طالبان به تر هغو چې یوه سیاسي حل لاره پیدا نه‌شي، هر اړخیز او دایمي اوربند ونه‌مني. دا په ورته نورو شخړو کې هم د نه‌تصور وړ موضوع نه‌وه، زه فکر کوم هغوی اورکم عملي کولای شي او دا په پام کې نیولی شي، البته دا په دې پورې اړوندېږي چې وړاندیز څه دی، حکومت هم له دې ملاتړ کوي."

د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه غني او عمران خان ټیلیفوني خبرې کړي

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د تماس پلاویو غونډې ولې ځنډېدلي؟

تازه د پاکستان صدراعظم عمران خان له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې د سولې لپاره اوربند مهم بللی دی.

ټاکل شوې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم نن سبا کې پاکستان ته ولاړ شي او له هغوی وغواړي چې له خپل نفوذه په استفادې طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG