د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه غني او عمران خان ټیلیفوني خبرې کړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د بین‌الافغاني مذاکراتو پر وروستیو پرمختګونو بحث کړی.

په روانه اوونۍ کې اسلام‌آباد ته د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس د سفر په درشل کې ولسمشر اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې د روانو هڅو پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې په دې خبرو کې ښاغلي عمران خان د بین‌الافغاني خبرو پر مهال په افغانستان کې له اوربند څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.

د ولسمشر ویاند دواخان مينه‌پال
د ولسمشر ویاند دواخان مينه‌پال

ښاغلي مینه‌پال زیاته کړه: "د افغانستان جمهور رئیس د پاکستان له لومړي وزیر سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سولې پر بهیر او په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت هر اړخیزې خبرې وکړې. دواړو مشرانو د سولې پروسې په جریان کې اوربند اړین وباله."

ښاغلی مینه‌پال وايي، افغان حکومت هیله لري چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړه چې ولسمشر غني عمران خان ته، کابل ته د سفر بلنه هم ورکړه.

د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان ونډه خورا مهمه ګڼل کېږي. په تېره اوس چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرو د دوو اوونیو له تېرېدو وروسته هم نتیجه نه‌ده ورکړې، داسې ښکاري چې کابل په دې برخه کې د اسلام‌اباد فعال منځګړیتوب غواړي.

په پام کې ده چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د صدراعظم عمران خان په بلنه د دوشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې د ښاغلي عبدالله د سفر هدف د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د سیمه‌ییز ملاتړ جلبول دي.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

هغه زیاته کړه: "د دې سفر موخه د افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا، د سیمې د هېوادونو د ملاتړ جلبول او همداراز د مذاکراتو کومه لړۍ چې پیل شوې، زموږ تمه او توقع دا ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه همکاري وکړي چې دا پروسه بریالۍ شي."

ښاغلي عبدالله تېره اوونۍ د بهرنیو اړیکو د شورا په تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر مهال وویل چې له پاکستاني چارواکو سره به د نړیوالو ترورېستي ډلو د له‌منځه وړلو په برخه کې د کابل او اسلام‌اباد د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي دوه اوونۍ مخکې د وږې په ۲۲مه نېټه د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېدل.

د سولې د خبرو بهیر
د سولې د خبرو بهیر

په تېرو څلورو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د اوږدې جګړې ښکېل اړخونه مخامخ خبرو ته کېني، خو له هغه وخته تر اوسه د دې خبرو پر کړنلاره موافقه نه‌ده شوې.

د دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي په بحثونو کې اختلاف د خبرو د پروسې یوه برخه ده. مېرمن کوفي ازادي راډیو ته وویل چې دواړه خواوې د بین‌الافغاني خبرو د طرزالعمل او کاري اصولو په اړه موافقې ته نږدې شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG