د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

عبدالله عبدالله: ځیني ازاد شوي طالب بندیان بېرته جګړې ته ستانه شوي


حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان
حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، یو شمېر هغه طالب بندیان چې حکومت له بنده خلاص کړي، بېرته جګړې ته ستانه شوي دي.

عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا ته په وینا کې ویلي، دا طالب وسله‌وال د هغو ۵،۰۰۰ بندیانو له ډلې دي چې له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو د پیل په شرط ازاد شوي.

ښاغلي عبدالله دا هم ویلي چې له دوی یو شمېر وسله‌والو یې ان په کابل کې جګړه پیل کړې ده، طالبان بیا دا خبره نه‌مني.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

هغه زیاته کړه: "زه پوهېږم چې له دوی یو شمېر ازاد شوي بندیان بېرته د جګړې میدان ته ستانه شوي دي. دا د هغې هوکړې نقض دی چې دوی له طالبانو سره کړې ده."

له دې وړاندې یو شمېر امنیتي چارواکو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې منلې وه چې له ۱۰۰ زیات ازاد شوي طالب بندیان بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شوي دي او یو شمېر یې په کابل کې پاتې شوي.

افغان حکومت ويلي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ‌یې له حکومتي زندانونو له پنځه زرو زیات طالب بندیان خوشې کړي دي، خو طالبان بیا د جګړې لیکو ته د یو شمېر طالب بندیانو د ورګرځېدو په تړاو د ښاغلي عبدالله خبرې ردوي.

د سولې د هوکړې لاسلیک
د سولې د هوکړې لاسلیک

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي "دا خبره سمه نه‌ده. هغه بندیان ټول په خپلو شخصي کارونو، تعلیم او درملنې بوخت دي. د جګړې په لیکو کې د بندیانو استخدام ته اړتیا نه‌شته، ځکه له رواني او جسمي لحاظ نه‌شي کولای د جګړې لیکو کې وخت تېر کړي."

جګړې ته له بند څخه د ازاد شویو طالبانو خبره داسې مهال مطرح کېږي چې په قطر کې د دواړو لورو مرکچي پلاوي په خبرو بوخت دي.

ښاغلي عبدالله که څه هم په خپله وینا کې له طالبانو سره په دوحه کې پیل شوې خبرې مثبتې بللي، خو په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او زیاتوي، تاوتریخوالی په دومره کچه پورته دی چې خلکو ته د منلو نه‌دی.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس پاکستان سره د طالبانو اړیکو ته په اشارې او له امریکا سره د دې ډلې د سولې د شوې هوکړې پر بنسټ، غوښتنه کړې چې پر طالبانو فشار راوړل شي، څو اوربند ته غاږه کېږدي.

په ورته وخت کې د افغانستان مخکېني جمهور رئیس حامد کرزي د هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې له دواړو لورو غوښتي، څو هر څه ژر اوربند وکړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

هغه زیاته کړه: "اوربند د ډېرو افغانانو او په ځانګړې توګه د مېرمنو اصلي غوښتنه ده چې ټینګېدل‌یې دواړو لورو حکومت او طالبانو پورې اړه لري. موږ هیله لرو چې د جګړې دواړه ښکېلې خواوې پوه شي چې په دې روانه جګړه کې ان د ماشومانو په ګډون ټول ولس څومره بیه پرې کوي او هېواد کوم لوري ته بیايي."

خو د تاوتریخوالي دوام او تر خوا یې د جګړې لیکو ته د ازاد شویو بندیانو ستنېدل د سولې روان بهیر ته څومره زیان رسولای شي؟

د افغانستان د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وايي، ښکېل لوري باید د سولې پر وړاندې راپورته شوي خنډونه ژر تر ژره لیرې کړي.

د مشرانو جرګه
د مشرانو جرګه

دی وايي: "په دې حساس وخت کې باید د نړیوالې ټولنې فشار د دوی په ملاتړو باندې، هم د امریکا هم د پاکستان له‌خوا وارد شي. که چېرې اوربند نه‌کېږي، لږترلږه اورکم خو وشي."

جګړې ته د طالب وسله‌والو د ستنېدو او تر خوایې د تاوتریخوالي پر دوام داسې مهال اندېښنه ښودل کېږي چې په قطر کې لا هم د افغان مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي خبرو تګ‌لاره نه‌ده وروستۍ شوې.

دواړه لوري وايي، په یو شمېر اختلافي موضوعاتو د هوکړې لپاره بحثونه روان دي او هیله ښيي چې ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG