د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

افغان حکومت: طالبان دې نیک نیت څرګند، تاوتریخوالی کم او اوربند ومني


قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډه کې د طالبانو د استازو انځور
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډه کې د طالبانو د استازو انځور

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کوي چې د سولې خبرو لپاره نیک نیت وښيي او د تاوتریخوالي د کمولو سربېره، بشردوستانه اوربند ته غاړه کېږدي.

دې وزارت دا څرګندونې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو په اړه د امنیت شورا هغه اعلامیې ته په غبرګون کې کړي چې ویلي یې دي، د مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي او سولې بهیر څخه پراخ نړیوال ملاتړ شته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان دولت یوې تلپاتې سولې ته بشپړ ژمن دی او غواړي چې د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په مشرۍ د سولې د هر اړخیزو خبرو په وسیله دې موخې ته ورسېږي.

دې وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د سپټمبر د اتلسمې نېټې د خپرې شوې اعلامیې په ځواب کې ویلي، د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل له ملاتړي دریځه ستاینه کوي.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ولیکل، دوی د افغانستان د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره د سولې له خبرو څخه هرکلی کوي او ښکېل لوري باید تاوتریخوالی را کم او اوربند وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان دولت د تلپاتې سولې راوستو ته ژمن دی چې د یوې هر اړخیزې پروسې له لارې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وشي او د یو دایمي او جامع اوربند لامل وګرځي.

ګران هېواد
ګران هېواد

هغه زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوريت او د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان جمهوري دولت سولې ته ژمن دی او د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې بهیر د بریا لپاره خپلې ټولې هڅې کوي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، افغان حکومت د امنیت شورا او د خپلو نړیوالو ملګرو سره یو ځای پر طالبانو غږ کوي چې نیک نیت څرګند کړي، تاوتریخوالی کم او بشردوستانه اوربند ته په غاړه ایښودلو سره خبرو ته د باور فضا رامنځته کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپله ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اعلامیې په هرکلي سره لیکلي: "د مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي او سولې بهیر څخه پراخ نړیوال ملاتړ موجود دی."

ښاغلي خلیلزاد د بین الافغاني خبرو پيل د افغانستان لپاره یوه بې‌سارې شېبه بللې ده.

خو له دې هیلو سره سره لا هم د افغان حکومت او د طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ رسمي مذاکرات نه دي پیل شوي.

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، لا هم پر هغې تګلارې بحث کېږي چې د سولې د مخامخ مذاکراتو له پیل وړاندې باید چمتو شي.

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

د دې تګلارې په اړه د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف موضوع هم را برسېره شوې ده، خو د اختلاف کره ټکي او دلایل لا هم جوت نه دي.

طالبانو هم رسماً د وروستیو پرمختګونو او اختلافاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ښځو د جمهوري غوښتونکو ګوند رییسه او د جمهور رییس پخوانۍ سلاکاره عادله بهرام وايي، یو شمېر ستونزمن مسایل د دې لامل شوي چې خبرې وځنډېږي.

هغې زیاته کړه: "دلته به یو شمېر خبرې وي چې د هغو منل به یوه او بل ته د منلو نه وي، خو دا وخت غواړي، دواړه لوریو ته به باید قوي کدرونه سره مخامخ شي چې د خپلو خبرو څخه دفاع وکړای شي."

د سولې د مخامخ خبرو له پیل وړاندې د تګلارې جوړېدل د دواړو مرکچي پلاویو هوکړه وه، خو نږدې یوه اوونۍ کېږي چې پرې بحث روان دی خو او لا هم بشپړه هوکړه پرې نه ده شوې.

د دواړو لوریو مرکچي پلاوي وايي، که د مذاکراتو تګلاره بشپړه شي، له هغې وروسته به د مذاکراتو پر اجنډا بحثونه پیل شي.

د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پرانیستونکې غونډه د تېرې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه.

XS
SM
MD
LG