د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات؛ نن د مخالفتونو پر هواري بحث کېږي


قطر کې د بین الافغاني خبرو د پرانیستغونډې یو انځور
قطر کې د بین الافغاني خبرو د پرانیستغونډې یو انځور

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی وايي تمه کېږي د دوه اړخیزو مخالفتونو د هواري په اړه بحثونه نن یوې وروستۍ پایلې ته ورسېږي.

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د کاري ډلو تر منځ د خبرو له پیل یوه اونۍ تېرېږي.

تر دې دمه لږ پرمختګ شوی، ډېری تخنیکي مسایل او د مخالفتونو په هواري تمرکز شوی.

دواړو ډلو د جمعې په ورځ تر شپږو ورځو وروسته دمه واخیسته او نن به بېرته خبرې پيل کړي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل ډېره هڅه به وشي چې مخالفتونه هوار شي.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

هغه وايي: "د شنبې ورځې په غونډه کې د کاري غونډو په کړنلارو بحث کېږي او د دې لپاره چې د لیدلورو توپیر ګډ ټکي ته ورسېږي بحث به زیات شي څو دا خبره وروستۍ شي."

د افغان دولت او طالبانو تر منځ د تېرې یوې اوونۍ د بحثونو او ناستو په اړه پوښتنې هم شته چې څه یې وکړل؟

له افغانستانه قطر ته د ورغلي مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي جمعه ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ځینې مسایل لا وروستي شوي نه دي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

کوفي وايي: "په تېرو څو ورځو کې مذاکره کوونکي ټیم په تېره بیا د دواړو لورو د اړیکو ډلو تر ډېره د کاري اصول په اړه چې د خبرو اساس به جوړوي بحث کړی دی، په ځینو برخو کې دا مسئله وروستۍ شوې خو په ځینو کې لا نه ده نهایي شوې."

افغان حکومت غواړي اوربند د خبرو اترو لومړیتوب وي.

طالبان بیا وایي اول باید د جګړې د لاملونو څېړنې ته پام وشي.

په دې وضعه کې چې د افغان دولت او طالبانو ټیمونه خبرې کوي د افغانستان نړیوال متحدین څه وايي؟

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا د ملکیانو د مرګژوبلې له زیاتېدو جدي اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي کوبیا د جمعې په ورځ په خپل ټوېټر لیکلي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر پنځه اوونۍ د تاوتریخوالي اندازه په تېرو پنځو کلونو کې لوړې کچې ته رسیدلې.

د هغه په خبره اوس چې خبرې پيل شوي تاوتریخوالی باید بند شي.

د اروپايي ټولنې استازي ویلي طالبان باید اوس د سیاسي عمل وړتیا وښيي نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.

طالبانو د ښاغلي کوبیا د تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو د دوی د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته لیکلي چې طالبانو ملکیان هدف نه دي ګرځولي او هېڅکله دا کار نه کوي.

هغه مخکې هم رسنیو ته ویلي و چې د دوی ډلې د پام وړ بریدونه کم کړي.

افغان دولت بیا وايي چې طالبانو بریدونه زیات کړي او هره ورځ ګڼو ملکیانو ته مرګژوبله اوړي.

اخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوحې کې د افغان دولت او طالبانو له خبرو هرکلی کړی.

دې شورا د جمعې په ورځ ویلي چې دایمي سوله د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانانو تر منځ د ټولشموله خبرو په پایله کې ترلاسه کېدای شي.

د امنیت شورا ټولو پنځلسو غړیو د افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي د کلک ملاتړ ډاډ ورکړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG