د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

سپیدار: تمه ده قطر کې روانې بین‌الافغاني خبرې ښې پایلې ورکړي


قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور
قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، توافق شوی چې له دې وروسته به د افغان دولت د مرکچي پلاوي او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ د مذاکراتو معلومات له یوه ادرسه خپرېږي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، ډېره تمه ده، چې په قطر کې روانې بین‌الافغاني خبرې ښې پایلې ورکړي.

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي او د طالبانو د مرکچي پلاوي د تماس ډله تمه لري، چې نن چهارشنبه به د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره عمومي او کاري طرزالعمل وروستی شي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په تېرو دوو ورځو کې د دواړو خواوو د تماس ډلې په ډېری مواردو توافق کړی.

هغه زیاته کړه: "یو توافق دا هم شوی، چې دواړه خواوې باید یوه ګډه ژبه پیدا کړي او د افغانستان خلکو ته له یوه ادرسه معلومات ورسوي، چې دا یوه ښه خبره ده، ډېرې تمه شته چې روانې خبرې ښې پایله ورکړي موږ هیله‌من یو چې یوې نتیجې ته سره ورسېږو."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

ښاغلي خوځون زیاتوي په دې هم هوکړه شوی، چې د مذاکراتو په جریان کې باید دواړه غاړې د یو بل نظر ته درناوی ولري او له زغمه کار واخله.

له دې وړاندې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي او ویاند ویلي و، د طرزالعمل له بشپړېدو وروسته به ډېر ژر د مذاکراتو د اجنډا په اجزاو بحثونه پيل شي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالب پلاوي یو غړي ازادي راډیو ته وویل، چې نن د دواړو خواوو د تماس ډله د طرزالعمل په ورستي کېدو خبرې کوي.

د افغان دولت او طالبانو د پلاویو لومړۍ عمومي غونډه؛ د مستقیم تماس ډله وټاکل شوه

د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو جوړه شوې تګلاره کې کوم ټکي شامل دي؟

بل‌خوا د افغان دولت د مذاکراتي ټیم یو غړی چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، چې طرزالعمل کې ۱۹ موارد و چې په ۱۶ یې د تماس ډلې له لوري هوکړه شوې.

سرچینه زیاتوي چې درې جدي موارد چې تر اوس ورباندې بحث نه‌دی ورستی شوی، یو د دولت د پلاوي د اوربند غوښته او په مقابل کې د طالبانو غوښتنه چې مذاکرات باید له امریکا سره د طالبانو د هوکړې په چوکاټ کې پرمخ یوړل شي او درېیم، یې د مذاکراتو پيل او یا هم لغوه کول دي.

په ورته وخت کې امریکايي سي.بي.اس شبکې تازه راپور ورکړی، که بین‌الافغاني خبرې پایله ورنه کړي، طالبان په پوځي لاره غور کوي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د طالبانو دې دریځ ته په غبرګونه سره په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا د افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره خورا خواشینونکې او مایوسونکی ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي دا هم لیکلي، دا چې طالبان له سوله‌ییزې لارې پرته په پوځي حل لارې ټینګار کوي او د سولې د اوسنۍ روحیې خلاف دی.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي او د طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ د شنبې په ورځ د مذاکراتو د پيل غونډه وه، اوس چې په طرزالعمل په ورستې کېدو خبرې روانې دي او په دریېم پړاو کې به په اجنډا خبرې وشی.

XS
SM
MD
LG