د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو جوړه شوې تګلاره کې کوم ټکي شامل دي؟


قطر کې د سولې خبرو پیلېدل
قطر کې د سولې خبرو پیلېدل

د افغان حکومت مرکچي پلاوی نن هم له طالب پلاوي سره غونډه لري او تمه ده پر هغې تګلارې بحثونه وکړي چې د مذاکراتو پر مهال د چال چلند د اصولو لپاره جوړه شوې ده.

که څه هم تمه وه چې رسمي مذاکرات دواړو لورو د دوشنبې په ورځ پیل کړي وی، خو له دې خبرو وړاندې د مذاکراتو پر مهال د تګ‌لارې یا طرزالعمل جوړېدو ته لومړیتوب ورکړل شو.

د افغان حکومت او طالبانو پلاوي به نن رسماً په خپله غونډه کې چې د دوحې په وخت د ماسپښین په درې بجو به پیل شي، د مذاکراتو پر مهال د چال چلند د اصولو لپاره جوړې شوې دې تګلارې په اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا تګلاره پرون وروستۍ شوې او نن به عمومي غونډې ته وړاندې شي.

په دې تګلاره کې د مذاکراتو پر مهال دواړو لورو ته اصول ټاکل شوي چې باید مراعت‌یې کړي.

د افغان حکومت او طالبانو پلاوي نن عمومي غونډه کوي

د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو غونډه؛ 'پر کاري اصولو او مهالوېش خبرې وشوې'

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، ننۍ غونډه رسمي ده، خو یوازې په‌کې د مذاکراتو پر مهال د جوړ شوي طرزالعمل په اړه بحث کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

هغې زیاته کړه: "پرون د سولې مذاکراتو د دواړو خواوو د تماس ډلې د طرزالعمل او کاري اصولو په جزئیاتو بحث او خبرې وکړې. دا کاري طرزالعمل پرون چمتو او نن به عمومي غونډې ته وړاندې شي."

طالبان هم وايي، په پرونۍ غونډه کې د کاري اصولو، راتلونکو غونډو او د مذاکراتو پر مهالوېش خبرې شوي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال عبدالاحمد وثیق ازادي راډیو ته وویل، نن هم دواړه لوري رسمي غونډه لري. ټاکل شوې چې نن ورځ به د دواړو خواوو د مذاکراتي پلاویو ترمنځ غونډه وشي.

دا ناسته به د ورځې په وروستۍ برخه کې وشي او په بېلابېلو موضوعاتو به سره خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "تر دې مخکې چې تخنیکي ټیمونو او د تماس ډلې کومې ناستې کړې وې، هیله بخښونکې وې او تمه ده چې راتلونکې غونډې هم ښه فضا کې وشي."

تېره ورځ د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري هم وویل، نن به دواړه لوري عمومي غونډه وکړي.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري
  • خو پوښتنه دا ده چې د تماس ډلې له‌خوا د کاري اصولو لپاره جوړه شوې تګلاره کې کوم ټکي شامل دي؟

د حکومت مرکچي پلاوی او همدا ډول طالبان په دې اړه رسماً خبرو ته نه‌حاضرېږي، خو په دوحه کې د خبرو له‌منځه یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل، په دې تګ‌لاره کې د مذاکراتو پر مهال د چال چلند اصول واضح شوي دي.

سرچینه زیاتوي، تګ‌لاره کې راغلي چې دواړه لوري به د یوه او بل پر وړاندې له پارونکو کارونو او څرګندونو ډډه کوي، متقابل احترام او د یوه او بل نظر ته درناوی، د مذاکراتو پر مهال د خبرو ترتیب او نوبت، په خپل وخت غونډې ته حاضرېدل او تر خوا یې د مذاکراتو د غونډې اصول د دې طرزالعمل برخه ده او باید په جدي ډول عملي شي.

قطر کې د سولې خبرې پیلېدل
قطر کې د سولې خبرې پیلېدل

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي مذاکراتو د پیل غونډه د شنبې په ورځ وشوه او تمه وه چې ژر مذاکرات هم پیل شي، خو د رسمي مذاکراتو له پیل وړاندې دواړه لورو هوکړه وکړه چې په کاري اصولو سره توافق ته ورسېږي او د دې کار لپاره‌یې د تماس ۱۰ کسیزه ډله جوړه کړه.

که چېرې دواړه لوري نن د کاري اصولو په اړه د جوړې شوې تګ‌لارې په وروستي کېدو هوکړه وکړي، د مخامخ رسمي مذاکراتو پيل ته به زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG