د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

د افغان حکومت او طالبانو پلاوي نن عمومي غونډه کوي


ارشیف، قطر کې د افغان سولې مقدماتي خبرې
ارشیف، قطر کې د افغان سولې مقدماتي خبرې

دوهمه شپه هم د افغان پلاوي او طالبانو د تماس ډلې په قطر کې په خبرو بوختې وې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري د دوشنبې په ماښام (د وږې په ۲۴مه نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه ځيني پرمختګونه شوي دي.

د مېرمن انوري په وینا، تر اوسه مخامخ مذاکرات نه‌دي پیل شوي.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

اغلې انوري زیاتوي: "تر ډېره د دوی کار د کاري طرزالعمل، د مذاکراتو داخلي اصولو او مذاکراتو د اجنډا په اړه دی او پر ډېرو مسایلو تفاهم شوی."

د افغانستان د دولت د مذاکره کوونکي ټيم یوه غړي نادر نادري هم پر خپله ټویټرپاڼه تأیید کړه چې د مذاکراتو د دواړو لورو د تماس ډلو خبرې د مذکراتو د طرزالعمل او کاري اصولو په اړه وې چې د عمومي غونډې په اړه‌یې چمتو کړل.

دا غونډه به نن د سې شنبې په ورځ د وږې په ۲۵مه نېټه وي. بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې په دې غونډه کې د کاري اصولو، راتلونکو غونډو او مذاکراتو د مهالوېش په اړه خبرې وشوې. تر میاشتو انتظار او هڅو وروسته، لومړۍ بین‌الافغاني خبرې د شنبې په ورځ (د وږې په ۲۲مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې.

د افغان دولت مذاکره کوونکي پلاوي غړي وايي چې پر ډېری مسایلو له طالبانو سره تفاهم لري او په خبرو کې د یو بل منل لیدل کېږي. افغان حکومت له طالبانو اوربند غواړي، خو دې ډلې تر اوسه د افغان حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

طالبانو مخکې استدلال کړی وو چې اوربند د مذاکراتو پر مهال له بحث وړ موضوعاتو یو دی او مخکې له مخکې به دا کار ونه‌شي.

له دوحې زرګونه کیلومتره لیرې، د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د خبرو پر مهال بین‌الافغاني خبرې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د دوحې غونډې په لومړۍ ورځ‌یې ګډون کړی وو، د دوشنبې په ورځ وویل چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل په برخه کې د قطر هلې ځلې د ستایلو وړ دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د قطر بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمن الثاني
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د قطر بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمن الثاني

ښاغلی پومپیو وايي: "د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات په برخه کې ستاسي همکارۍ ستايو. دا یوازنۍ لاره ده چې قطر يې د سیمې د ثبات په خاطر په اړه اقدام کړی دی."

په واشنګټن کې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني هم وویل چې هېواد یې د بین‌الافغاني مذاکراتو له کوربه‌توبه خوشحاله دی.

ښاغلي الثاني وویل: "هغه څه چې اوس روښانه شوه همدا ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د مصالحې پر لور د خبرو پیل چې قطر یې په کوربه‌توب خوشحاله دی، د تاریخي لاسته راوړنې ښکارندوی دی."

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه په ګډون د دې هېواد له چارواکو سره ولیدل.

خلیلزاد له پاکستانه د افغانستان د سولې په بهیر کې د دې هېواد د رول په خاطر مننه کړې ده. زلمی خلیلزاد د دوشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته نوې ډېلي ته لاړ چې له هندي چارواکو سره د بین‌الافغاني خبرو د پرمختګ په اړه خبرې وکړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG