د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د جګړې قربانیان: طالبان دې د تلپاتې سولې راتلو لپاره ټینګه اراده وکړي


قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور

په افغانستان کې د جګړې قربانیان وايي، که جګړه شل کاله نور هم دوام وکړي ترلاسه شوي ارزښتونو به له لاسه ورنه کړي.

دوي په کابل کې دیوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د یوې تلپاتې سولې لپاره ټینګه اراده وکړي.

ذکیه هغه مېرمن چې دوکاله وړاندې یې په یو ترهګریز برید کې خپله ۲۱ کلنه خور له لاسه ورکړه.

د ذکیې خور ربابه له نن دوه کاله مخکې د کابل د اتلسمې امنیتي حوزې اوړند د موعود په ښوونیز مرکز کې د یو ترهګریز برید په پایله کې ووژل شوه.

ذکیه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د یوې تل پاتې سولې غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي: "زما د خاله لور او پلار مې چې عدلي طب ته ولاړل هلته یې زما د خور مړې پیدا کړ، بله خور مې په روغتون کې زخمي پرته وه، مور مې خبره نه وه، چې کله مې مور خبره شوه بې هوښه شوه، پلار مې راغی او موږ ته یې وویل چې ربابې خپل ژوند تاسو ته در وبښه او مړی یې جومات ته د جنارې لپار یووړ، موږ نور ستړي شوي یو سوله غواړو."

دوه کاله وړاندې د کابل په سویل سیمه کې د موعود په ښونیز مرکز کې د یو ترهګریز برید په پایله کې ۴۸کسه مړه او ۶۷ نور ټپیان شول.
دوه کاله وړاندې د کابل په سویل سیمه کې د موعود په ښونیز مرکز کې د یو ترهګریز برید په پایله کې ۴۸کسه مړه او ۶۷ نور ټپیان شول.

ذکیه وايي، تلپاتې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

د دې برید مسئولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست.

محبوب بیا خپل د ماشومتوب په ملګري پسې اوښکې تویوي.

دی وايي، ولې ولې وژل کېږو؟

هغه زیاتوي: "د جګړې له ښکېلو خوا طالبانو څخه مو غوښتنه دا ده، که تاسو فکر کوئ چې موږ به بیا شل کاله وروسته ځو دا ناممکنه ده، موږ ځوانانو لپاره ددغو ارزښتونو ساتنه سره کرښه ده، دا خو ۴۰ کال جګړه وه چې ۸۰ کاله هم وي موږ دې وطن ته سوله راوړو، راشئ له موږ سره یو ځای چې یوه دایمي سوله راوړو او یو پرمختګ رامنځته کړو."

ذکیې او محبوب دغه غوښتنې د قربانیانو د کورنیو له یو شمېر نورو غړو سره د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې وکړې او په یو غږ یې په سولې او اوربند ټینګار وکړ.

د دې اعتراضیه غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر شو.

د قربانیانو د کورنیو غړیو په دې پرېکړه لیک کې چې د زهیرالدین په نوم یو ګډنوال له خوا لوستل کېده له طالبانو افغان حکومت دا غوښتنې مطرح کړې: "زموږ لومړۍ غوښتنه د جګړې له ښکېلو خواو څخه د یو تل پاتې اوربند ټینګول دي چې د بې ګناه کسانو د وژل کېدو مخ ونیول شي، دویم، دواړه خواوې باید د افغانستان ملي ګټې او د قربانیانو غوښتنې د خپلو خبرو مهم اړخ وګرځوي، هڅه دې وکړي چې له دې فرصت څخه په استفادې سره افغانستان ته یوه دایمي او هر اړخیزه سوله چې په هغې کې د بشر حقونه او د خلکو غوښتنې په نظر کې نیول شوي وي راولی او له ترلاسه شوي فرصت پوره استفاده وکړي."

دوي دغه شان له نړېوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه چې افغانستان یوازې پرې نږدي او د سولې لپاره خپلې مرستې ونه سپموي.

په کابل کې د قربانیانو کورنۍ په داسې حال کې دا غږ پورته کوي چې د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین الافغاني خبرو مقدماتي ناسته وشوه.

د دواړو خواوو پلاوي دوحه کې دي خو تر اوسه رسمي خبرې نه دي پیل شوي.

XS
SM
MD
LG