د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

ایا له طالبانو سره له سولې وروسته جګړه پای ته رسېږي؟


قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل یوه څنډه
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل یوه څنډه

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، که طالبانو سره سوله وشي نو د نورو وسله والو ډلو ځپل اسانه کار دی.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډيو ته وویل، سوله د بهرنیو ترهګریزو ډلو سره نه کېږي او دغو ډلو ته طالبانو د فعالیت مناسب بستر برابر کړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، له طالبانو سره د سولې وروسته بهرنۍ ترهګریزې ډلې د خپل فعالیت خوندي بستر له لاسه ورکوي.

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "له خوارجو سره سوله نه کېږي، هغوي د دې وطن اتباع نه دي، سوله یوازې له افغانانو سره کېږي، کله، چې له طالب سره سوله وشي، دا نورې ډلې دلته د خپل فعالیت خوندي بستر له لاسه ورکوي او ټغر یې په اسانۍ سره ټولېدای شي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سبا په رسمي ډول په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

تېره ورځ د دې خبرو پرانیسته وه او نن د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونه د سبا ورځې د خبرو لپاره په تیاریو بوخت دي.

خو له دې سره په افغانستان کې پوښتنې پیدا شوي چې ایا له طالبانو سره له سولې وروسته جګړه پای ته رسېږي؟

دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوي چې په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې بمې چاودنې او انتحاري بریدونه وشول خو هیڅ وسله والې ډلې يې مسئولیت ونه مانه.

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې د افغانستان د جمهوري رئیس د لومړۍ مرستیال امرالله صالح په موټریز کاروان بمې چاودنې دا اندېښنې لا پسې زیاتې کړې.

په اسلام اباد کې پخوانی افغان سفیر عمر زاخېلوال وايي، له سولې وروسته ښايي په بشپړ ډول جګړه پای ته ونه رسېږي خو دا په ټوله کې د سولې پر لور ستر ګام دی.

هغه وویل: " که په مکمل ډول هم جګړه ختمه نشي خو هغه وړې وړې ډلې چې پاتې کېږي، که طالبان یوې نتیجې ته ورسېږي بیا هغوي هم نه پاتې کېږي، ځکه کله هم چې طالبانو اوربند کړی دی، پېښې ډېرې کمې وې او یا هم په نشت کې حسابېدې."

په اسلام اباد کې پخوانی افغان سفیر عمر زاخېلوال
په اسلام اباد کې پخوانی افغان سفیر عمر زاخېلوال

ښاغلی زاخېلوال د دې موضوع ترڅنګ په قطر کې د سولې روانو خبرو ته هم اشاره کوي او وايي، دواړه خواوې باید له دې ترلاسه شوې فرصته سمه ګټه واخلي، اوربند وشي څو روان بهیر اغېزمن نه کړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی محب شریف بیا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته د جګړې دوام مشروط بولي.

شریف وویل: "که طالبان خپلې اړیکې له القاعدې ډلې سره پرې کړي نو په دې صورت کې نورې وړې وسله والې ډلې هم نه شي کولای چې بیا جګړه مخته یوسي."

دی وايي ښايي په دې هېواد کې ټولې شل وسله والې ډلې ترهګریز فعالیتونه ونه لري خو له دې وړاندې افغان حکومت بار بار ویلي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په ګډون نږدې شل بېلابېلې وسله والې ډلې افغان ضد فعالیتونه ترسره کوي چې حکومت يې په ځپلو بوخت دی.

XS
SM
MD
LG