د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

په قطر کې د افغان سولې مقدماتي غونډه تاریخي پېښه وبلل شوه


قطر کې د بین الافغاني خبرو د پیل یو انځور
قطر کې د بین الافغاني خبرو د پیل یو انځور

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مخامخ خبرې ډېرو سیاسي څېرو او سازمانونو تاریخي پېښه بللې ده.

د ټولو ټینګار دا دی چې له دې فرصت نه باید د تل‌پاتې سولې لپاره کار واخیستل شي.

له کلونو کلونو انتظار وروسته د جګړې اصلي اړخونه، دولت او طالبان د سولې پر ټغر سره کېناستل.

د افغانستان په قضیه کې ښکېلو اړخونو دا تاریخي ورځ او د سولې ټینګښت لپاره ښه فرصت یاد کړی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ غونډې ته له لیرې واټنه په خپلې وینا کې وویل چې دوی او نور متحدین‌یې د با ثباته او خوندي افغانستان ملاتړ ته ژمن پاتې کېږي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

هغه زیاته کړه: "د بین‌الافغاني خبرو له پیل سره موږ یوه نوي پړاو ته ځو چې هغه د افغانانو له‌خوا د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې دي، موږ به پر دې سخته او اوږده لار د افغانستان ملاتړ کوو، ناټو د دغو خبرو د بریالیتوب لپاره کار کوي، د افغان دولت او طالبانو استازو وښوده چې دوی یو بل سره خبرې کولای شي، ان پر ستونزمنو او حساسو مسایلو."

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزف بورېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل هرکلی کوي او هیله ښيي چې دا به د سوله‌ییز افغانستان یو نوی څپرکی پرانیزي.

په کابل کې د اروپایي ټولنې د مأموریت مشرتابه او د کاناډا سفارت هم په یوه ګډه اعلامیه کې دا خبرې تاریخي فرصت بللی او له ښکېلو خواو یې غوښتي چې ساتنه‌یې وکړي.

د افغانستان ګاونډیانو هم پر دې خبرو تبصرې کړې دي.

ایران چې کوم استازي یې غونډه کې فزیکی حضور نه‌درلود ویلي، دوی د خبرو هرکلی کوي او هیله‌یې ښودلې چې له (بهرنۍ مداخلې) پرته بریا ته سره ورسېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، تل‌پاتې سولې ته رسېدل کولای شي ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستنېدو ته زمینه برابره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي غونډې ته له لیرې واټنه وینا درلوده او ویې‌ویل چې هېواد یې له داسې ډیموکراتیک افغانستان سره درېږي چې سوله په‌کې وي او له ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.

هند هم د بین‌الافغاني خبرو د پیل هرکلی کړی او د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر ویلي چې د افغانستان خاوره باید د هند د ګټو په خلاف ونه‌کارول شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د وسله‌وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې ویلي، د دوی او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو پایله ده.

ده ویلي، د افغانستان حکومت به دا پروسه په تدبیر او پیاوړې ارادې سره مخته یوسي، جګړه به پای ته ورسوي او داسې سوله به ټینګه کړي چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG