د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

هېواد: ولې له دومره هڅو سره بيا هم طالب ډله اوربند نه‌كوي؟


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې روانو خبرو اتر او د نوې کابینې په معرفي کېدو باندې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح د یو شمېر هغو طالب چارواکو څرګندونې را اخیستي چې ویلي، د افغانستان په اساسي قانون کې باید تعدیلات راشي. ورځپاڼې لیکلي، طالبان په دې باور دي چې د افغانستان اساسي قانون له اسلامي شریعت سره برابر نه‌دی او باید په‌کې بدلون راشي.

خو سرمقاله لیکونکي ټينګار کړی چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون یو جامع قانون دی او د ملي ګټو پر بنسټ چې تعدیل ته اړتیا نه‌لري. د سرمقاله لیکونکي په وینا،که چېرې طالبان پلمې جوړول پرېږدي دا به سولې ته لار هواره کړي.

لیکوال ټينګار کړی چې د افغانستان په اساسي قانون کې ټول ارزښتونه په پام کې نیول شوي او که چېرې طالبان پرې نیوکه لري، نو له حقوق‌پوهانو، دیني عالمانو سره دې پرې خبرې وشي او له هغه پرته دې دا قانون بیا ځلې ولولي او خپلو غوښتنو باندې بیا غور وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د سولې په مسئلې سرمقاله لیکلې ده. ورځپاڼې پوښتنه کړې چې ولې له دومره هڅو او تېرېدنو سره سره بيا هم طالب ډله اوربند نه‌كوي او يا يې تر اوسه نه‌دى كړى؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، يو حقيقت لكه لمر روښانه دى او هغه دا چې پاكستان او د پاكستان په شان نور دښمن لوري په هېڅ توګه سوله نه‌غواړي او د دې لپاره به تر خپل نفوذ لاندې هم طالب ډله او هم نورې ترهګرې ډلې په افغانستان كې جنګوي.

سرمقاله کې راغلي، له سولې سره هم‌مهاله د جګړې دوام د باور پر ځاى د بې‌باورۍ فضا پياوړې کولاى شي، نو په‌کار ده چې طالبان د افغان ملت غوښتنه ومني او اوربند وکړي. سرمقاله لیکونکي پر طالبانو غږ کړی چې د سولې لپاره په مستقلانه توګه رامخته شي او د دې لپاره تر هر څه مخكې اوربند وكړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا د کابینې معرفي کېدو ته اشاره کړې ده. ورځپاڼې ادعا کړې چې د کابینې په نویو غړو کې داسې څېرې هم شته چې مخکې یې هم پر لوړو حکومتي څوکیو دندې ترسره کړې دي او ځینې یې بیا نوې څېرې دي چې د ډاکتر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د معاملې پر بنسټ پر دندو ګومارل شوې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، اوس وزیران د وېش پر بنسټ راغلي دي او دا معلومه خبره ده چې دوی به تر ملت او پارلمان ډېر هغو کسانو ته ځواب ویونکي وي چې دوی یې په برخه کې راغلي او پر وزارت ګومارل شوي دي.

خو ورځپاڼې ټينګار کړی چې له دې سره سره افغانستان کار ته اړتیا لري، هېواد په یوه کړکېچن وضعیت کې دی، د سولې خبرې روانې دي او هر لوری د امتیاز اخیستو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG