د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو غونډه؛ 'پر کاري اصولو او مهالوېش خبرې وشوې'


قطر کې د سولې خبرې
قطر کې د سولې خبرې

په قطر کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو د تماس ډلو پرون ماښام لومړنۍ غونډه وکړه او نن دوشنبه به هم دوام وکړي.

دواړه لوري د پرمختګ خبره کوي، خو لا معلومه نه‌ده چې د مرکچي پلاویو اصلي خبرې په کومه ورځ پیلېږي.

خو په افغان حکومت کې یوه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي چې نن د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ مذاکرات نه‌پیلېږي او ښايي په ورځو وځنډېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم تېر ماخوستن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د تماس ډلو په لومړنۍ ناسته کې د راتلونکو لیدو کتو پر کاري اصولو او مهالوېش خبرې وشوې.

که څه هم نوموړي دا په ډاګه کړې نه‌ده چې د دغې ناستې پایله څه وه، خو په دوحه کې د دغو خبرو یو څارونکی او ګډونوال فیض محمد ځلاند وایي، د تماس ډلو خبرې لا نه‌دي وروستۍ شوي.

هغه زیاته کړه : "د تماس ډلې د دواړو خواو له‌خوا د تخنیکي ستونزو په حل او د غونډې د پيل او پای په اړه او په لویه کې د غونډې د مدیریت په اړه بحثونه لرل، نهایي بحث چې د اجنډا جوړول دي، لا نه‌دی بشپړ شوی، د دواړو خواوو نه د سکرتریتونو په جوړولو او د وختونو په ټاکلو بحث پیل شوی."

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي نادر نادري هم ویلي چې د تماس ډلو په لومړنۍ غونډه کې د خبرو پر مهالوېش او نورو اړوندو مسئلو بحثونه او پرمختګونه وشول، نوموړي هم په دې اړه خپل ټویټ کې ډېر جزئیات نه‌دي ورکړي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو غړی نادر نادري
د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو غړی نادر نادري

دغو خبرو ته چې نړیوالو سازمانونو او یو شمېر سیاستوالو تاریخي بللي دا سترګې وراوړي چې د افغانستان روانې جګړې ته به پای ورکړي.

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي او له همدې اړخه د تماس ډلې یو غړی مولوي عنایت‌الله بلیغ وایي، د دواړو لورو هوډ او نیت همدا دی چې افغان وژنه ودرېږي.

دوحه کې د پیل شویو مذاکراتو په اړه د ځینو خلکو هیلې او اندېښنې

هغه زیاته کړه: "فضا ښه ده او هیله لرو چې مطلوبې نتیجې ته ورسېږو، هیله ده چې موږ جګړې، افغان وژنې او د نن ورځې تر ټولو لوی رنځ ته چې وینه توېیدنه ده، پای ورکړو. موږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې دواړه خواوې ان‌شاءالله ښه نیتونه لري."

په قطر کې د سولې خبرو پیلېدل
په قطر کې د سولې خبرو پیلېدل

د افغان دولت او طالبانو د خبرو پرانیستونکې غونډه د شنبې په ورځ ترسره شوه او هغه مهال اټکل دا و چې نن دوشنبې به د مرکچیانو مخامخ خبرې پيلېږي، خو داسې ښکاري چې عمومي خبرې ممکن بلې ورځې ته پیل شي.

دغو خبرو ته هیلې شته، خو ګډونوالو یې ویلي چې بحثونه به پېچلي، سخت او اوږده وي.

XS
SM
MD
LG