د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د طالبانو پر ستاینه د پاکستان د پخواني چارواکي ټویټ تند غبرګونونه پارولي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او ملابرادر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او ملابرادر

د طالبانو د ستاینې لپاره د پاکستان د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ټویټ ناندریز شوی او د افغان حکومت، یو شمېر افغان سیاستوالو او شنونکو غبرګون یې را پورته کړی دی.

د افغان ولسمشر لوړپوړي سلاکار وحید عمر خواجه اصف ته لیکلي، همدغه ملا برادر چې خدای لري، هغه مهال پاکستان کې بندي و او شکنجه کېده چې تاسو د دفاع وزیر وئ.

عمر دې ټویټ کې وړاندې ښاغلي اصف ته لیکلي: "کله چې تاسو وزیر وئ، پاکستاني طالبانو د پوځ پر یوه ښوونځي برید کې ۱۴۰ ماشومان ووژل، ایا هغوی هم خدای درلود."

له طالبانو څخه د ملاتړ لپاره د پاکستان د دفاع د پخواني وزیر ټویټ ته لا هم په افغانستان کې غبرګون ښودل کېږي.

خواجه محمد اصف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر دې ټویټ له پاکستان سربېره، په افغانستان کې هم غبرګونه را پورته کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د ښاغلي آصف د ټویټ په غبرګون ټویت کړی او ویلي یې دي: "ښاغلی خواجه صیب، خدای ستاسو په اجاره کې نه دی، بلکې وحشیتوب، وژل او غارت ستاسو په اجاره کې ده."

د افغانستان د جګړې او سولې د مطالعاتو انسټېټیوټ رئیس تمیم عاصي ازادي راډیو ته وویل، د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې له طالبانو څخه د دې هېواد د ملاتړ او په افغانستان کې د خپلې نیابتي جګړې او ګټو د خوندي کولو لپاره غوره بېلګه وي.

د افغانستان د جګړې او سولې د مطالعاتو انسټېټیوټ رئیس تمیم عاصي
د افغانستان د جګړې او سولې د مطالعاتو انسټېټیوټ رئیس تمیم عاصي

هغه زیاته کړه: "خواجه محمد اصف یو له هغو کسانو دی چې د پاکستان پوځ سره ډېره نږدې اړیکه لري، کوم ټویټ چې هغه کړی ښيي چې طالبان د پاکستان یوه نیابتي او مرګوني ډله ده او په افغانستان کې د جګړې رهبري له هماغه ځایه کېږي، بل خوا پاکستان له امریکا سره په خپلو کړو ژمنو کې صادق نه دی او په یوه ډول د خپلو پخوانیو چارواکو په وسیله امریکا ته ښيي چې د خپلې نیابتي ډلې په وسیله مو تاسې ته په افغانستان کې ماتې در کړه."

په پاکستان تل تور لګول کېږي چې دا هېواد له طالبانو ملاتړ کوي او د سولې په خبرو کې یې خپلو ژمنو سره سره عملي کار نه دی کړی.

بلخوا دې ټویټ په پاکستان کې هم غبرګونونه راپورته کړي دي.

د پاکستاني حکومت مخالفت سیاستوال محمد تقي ښاغلي اصف ته په ځواب کې لیکلي: "زه غواړم ښاغلي خواجه ته یې یاد کړم چې طالبانو نه یوازې دا چې پر افغانانو ظلم کړی، بلکې هغوی پاکستاني ترهګرو ته هم پناه ورکړه."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د ښاغلي اصف په ځواب لیکلي: "او حکومت چې تر اوسه میلیونونه ډالره اخیستي هغه د چا و؟"

د پاکستان پارلمان غړي او د دې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ پر ټویټر لیکلي: "خدای نه ظلم کوي او نه ظالمانو سره دی، الله د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نه‌کوي."

له دې وړاندې هم د پاکستان یو شمېر نورو چارواکو له طالبانو د ملاتړ په اړه څرګندونې کړي او ان د دې هېواد پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف په یوه مرکه کې ویلي، دوی طالبانو ته وسلې ورکړي او افغانستان ته د جګړې لپاره لېږلي دي.

تر اوسه پاکستان حکومت د خواجه آصف د څرګندونو په اړه نظر نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG