د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د افغان دولت او طالبانو د پلاویو لومړۍ عمومي غونډه؛ د مستقیم تماس ډله وټاکل شوه


په قطر کې د سولې خبرې پیلېدل
په قطر کې د سولې خبرې پیلېدل

د افغانستان دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ غونډه وکړه.

د دغو پلاوو مشرانو ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې باید له زغمه کار واخیستل شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې پر کاري طرزالعمل بحثونه وشول او په ډېرو مواردو توافق وشو. ​

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

هغه زیاته کړه: "د دواړو ټیمونو مشرانو په مذاکراتو کې په زغم او تحمل باندې ټینګار وکړ او دوه دوه کسان‌یې د مستقیم تماس لپاره وټاکل ترڅو په راتلونکو ناستو کې سهولت ډېر وي."

د ښاغلي خوځون په وینا ځیني کم موارد پاتې دي او د تماس ډله پرې کار کوي چې هغه هم نهایي شي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم هم په ټویټ کې ورته څرګندونې کړي، خو نه هغه او نه هم افغان لوري په دې اړه چې په مشخص ډول د خبرو د اجنډا لپاره پر کومو مواردو توافق شوی، څه ویلي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې په ارګ کې یوه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی، ویلي چې د افغان دولت د مرکچي پلاوي لپاره لومړیتوب دا دی چې طالبان پر اوربند یا د پام وړ اورکم باندې موافقه وکړي.

دا دواړه هغه موارد دي چې د دغو خبرو له پیلېدو سره په یوه وخت چې په افغانستان کې شخړو بیا زور اخیستی، د افغانستان پر دولت سربېره اکثره لوري پرې ډېر ټینګار کوي.

په عین حال کې پرون د شمالي اتلانتیک شورا یوې غونډې ته په خبرو کې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل یو لوی پرمختګ وباله او ویې‌ویل، افغانان په ۲۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره سره کېني او خبرې پیلوي ترڅو ومومي چې راتلونکي کې څه ډول یو سوله‌ییز او امن لرونکی افغانستان ولري.

هغه زیاته کړه دا هم له چا پټه نه‌ده چې څوک له چا سره خبرې کوي، د خبرو اړخونه څوک دي او دا پروسه به څومره ستونزمنه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

پومپیو دغه‌راز په دې هېواد کې د القاعده د ځپلو لپاره د خپل هېواد مأموریت هم بریالی وباله او ویې‌ویل: "امریکا هدف ته رسېدلې، نن ورځ د القاعده شااوخوا ۲۰۰ غړي په افغانستان کې دي. موږ اوس په ټوله کې داسې نتیجه وړاندې کوو چې له مخې یې ټول لګښت، زموږ د امریکا د پوځي پرسونل، سړو او ښځو وینه تویېدنه او د امریکا د ماليې ورکوونکو د خزانې مصرف کمېږي."

په عین حال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدو ملاتړ وکړ.

د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو جوړه شوې تګلاره کې کوم ټکي شامل دي؟

د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو غونډه؛ 'پر کاري اصولو او مهالوېش خبرې وشوې'

د روسیې د انترفاکس خبرې اژانس د راپور له مخې د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره د وېډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې. او ویې‌ویل چې غړو هېوادونو په افغانستان کې هر څومره ژر د یوې روغې جوړې لپاره د افغانانو ترمنځ د رغوونکو خبرو ملاتړ وکړ او د دې یادونه وشوه چې یو داسې افغانستان به چې له سولې او امن څخه برخه‌من وي د ټولې سیمې د امنیت له ټینګښت او دوامداره اقتصادي او ټولنیزې ودې سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG