د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

هند او پاکستان ته د خلیلزاد سفر به د سولې خبرو له ژر پیل سره مرسته وکړي؟


د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د زلمي خلیلزاد لیدنه
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د زلمي خلیلزاد لیدنه

افغان حکومت د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان د سولې له بهیر"صادقانه" ملاتړ وکړي.

د افغانستان جمهوری رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال وايي، په افغانستان کې سوله د سیمې له ثبات سره همکاري کوي.

ښاغلي مینه‌پال د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې سوله د سیمې د هېوادونو د سولې په معنی ده.​

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال

ښاغلي مینه‌پال زیاته کړه: "په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د سولې او ثبات په معنی ده، د سیمې له هېوادونو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د حکومت په محور د سولې له پروسې سره صادقانه همکاري وکړي."

دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له دې وړاندې په قطر کې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، داسې کسان شته چې د افغانستان د قضیې هوکړې ته د رسېدو له "فرمول" خطر احساسوي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د سیمې یو شمېر هېوادونه د افغانستان د سولې له بهیر سره همکار او ورته خوشبین نه‌دي او غواړي چې امریکا په جګړه کې ښکېله وساتي او په دغه هېواد کې سیمه‌ییزو سیالیو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ د دوشنبې په ورځ رسمي مذاکرت پیل شي، خو دغه مذاکرات د خبرو د موضوع پر سر د بحث د علت پر سر ځنډېدلي دي.

دا چې اوس‌مهال په قطر کې د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې د پیلېدو په درشل کې دي، پاکستان او هند ته د زلمي خلیلزاد سفر کړی، هغه سیال هېوادونه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لري.

افغانستان تل د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د سیالۍ ډګر بلل کېږي، خو اوس باور پر دې دی چې دغه دواړه هېوادونه د افغانستان په روان وضعیت کې شخصي ګټې لټوي، دې ته په پام سره دغو دواړو هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد له سفر څه تمه کېدای شي؟

  • او ایا دغه سفر به د سولې د خبرو له ژر پیل سره مرسته وکړي کنه؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه عمر شریفي وايي، پاکستان په افغانستان کې پراختیا غوښتونکی دی، هغه څه چې هند ترې په اندېښنه کې دی.

هغه زیاته کړه: "د زلمي خلیلزاد سفر تر ډېره د دوحې د خبرو د جریان د همغږي لپاره دی، نوموړی هڅه کوي، هندوان باورمن او اندېښنې یې لیرې کړي او ورته ووايي چې د سولې بهیر داسې نه‌دی چې د امریکا له انتخاباتو وروسته به ورکې بدلون راشي، موږ دلته په افغانستان کې د پاکستان د پراختیا غوښتنې او په دې اړه د هند له اندېښنو سره مخ یو."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر د شنبې په ورځ د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان بهر د ترهګرو ځالې له‌منځه یوسي او ټینګار یې وکړ چې افغان خاوره باید د هند پر ضد ونه‌کارول شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر

که څه هم باور دا دی چې ممکن د هند او پاکستان ترمنځ وروستی ترینګلی حالت ممکن د افغان سولې په روان بهیر ناوړه اغېز وکړي او ښايي همدې موضوع ښاغلی خلیلزاد تر اسلام‌اباد او ډېلي پورې سفر ته اړ کړ.

خو نوموړي په خپل ټویترپاڼه لیکلي، دغه سفر یې د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره کړی.

XS
SM
MD
LG