د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ د طرزالعمل پر سر خبرې پای ته نه‌دي رسېدلي


په قطر کې طالبان
په قطر کې طالبان

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ د طرزالعمل پر سر خبرې پای ته نه‌دي رسېدلي.

پرون د افغان پلاوي یوه غړي نادر نادري ازادي راډيو ته ویلي و چې په ګڼو مواردو کې موافقه شوې ده، ډېر مهم اختلافي موضوعات نه‌شته، یوازې یو دوه واړه ټکي شته چې هغه به هم هیله ده چې ژر حل شي.

د افغان پلاوي غړی نادر نادري
د افغان پلاوي غړی نادر نادري

بل لور ته د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډيو ته تېره شپه ناوخته وویل چې کله پر طرزالعمل موافقه وشوه بیا به بل ګام اخلو.

هغه زیاته کړه: "د مجالسو په کاري اصولو او مهالوېش باندې او د غونډو پر مېکانیزم باندې مجلس وشو تر اوسه دا نهایي شوي نه‌دي، کله چې دغه مسایل نهایي شي بیا به په اجنډا باندې خبرې کېږي او هغه موضوعات چې په اجنډا کې ونیول شي پر هغو به بحث کېږي."

د سولې دا خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شنبې په ورځ پیل شوې.

تمه وه چې د یکشنبې په ورځ پر طرزالعمل موافقه وشي او د دوشنبې په ورځ پر اجنډا خبرې شروع شي، خو تر اوسه د طرزالعمل پر سر موافقه نهایي شوې نه‌ده.

نادر نادري وایي، دا هڅه روانه ده چې په طرزالعمل کې ټول مسایل شامل شي څو مذاکرات بیا په ښه ډول مخته ولاړ شي.

قطر کې د سولې خبرو پیلېدل
قطر کې د سولې خبرو پیلېدل

د افغان دولت او طالبانو د پلاویو لومړۍ عمومي غونډه؛ د مستقیم تماس ډله وټاکل شوه

سپېدار: تمه ده قطر کې روانې بین‌الافغاني خبرې ښې پایلې ورکړي

تر اوسه پورې دا څرګنده نه‌ده چې په دوحه کې به دا خبرې تر کله ادامه پيدا کوي.

خو پخوا داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د سولې بله دوره خبرې به په بل هېواد کې کېږي.

په دې لړ کې د ناروې نوم هم اخیستل شوی دی. د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اني ماري اریکسن سوریده پرون د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر اخند سره د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. ناروې د دې خبرو پر مهال د افغان سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG