د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

بان کي مون: د سولې په بهېر کې د ښځو د ګډون په هکله باید ډاډ ترلاسه شي


ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بان کي مون
ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بان کي مون

د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بان کي مون ویلي، چې د افغانستان د سولې په بهېر کې د ښځو د ګډون په هکله باید ډاډ ترلاسه شي.

د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بان کي مون د افغانستان د سولې په روان بهېر کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.

بان کي مون د افغان د سولې په بهېر کې د ښځو د بشپړ ګډون په اړه د نړۍ له ۱۰۰ مشرانو سره یو ځای شوی او اعلان کړی چې سوله نه باید د افغانو ښځو په غیاب کې ترسره شی، بلکې باید د دوی ونډه پياوړي وي.

ښاغلي بان د (ښځو، سولې او امنیت لپاره د جیورج تاون) انسټیوټ کې ویلي: "نړیواله ټولنه باید د افغانستان د سولې روان بهېر کې د ښځو ګډون ته لومړیتوب ورکړې ترڅو لوړو امنیتي موخو ته رسېدو لپاره چې لسیزې مو ورته هڅې کړې مرسته وشي."

نوموړي زیاته کړې چې له ټولو ملي، سیمه‌ییز او نړیوالو لوبغاړو غوښتنه کوو چې د سولې بهېر کې د ښځو له بشپړ ګډون سره یو سوله‌ییز او با ثباته افغانستان تضمین کړې.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي چې د افغانستان د سولې بهېر کې د افغان ښځو ونډه په بشپړ ډول په پام کې نیول کېږي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

هغه زیاته کړه: "ښځې د افغانستان د ټولنې نیمه برخه جوړوي، هم مذاکره کوونکي پلاوي، هم رهبري شورا او هم عمومي مجمع کې ځانګړي ونډه لري، ښځې به په پريکړو کې هم ښکاره ونډه ولري او د هغوی حقوق به هېڅکله له پامه نه غورځول کېږي."

همداراز، د مدني ټولنو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم په نوم یوې ناسته کې وویل، هڅه کوي چې د مذاکرې له ښکېلو خواوو سره ټول شموله او تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې مرسته وکړې.

د دې میکانیزم د رهبري پلاوي غړې لیلما ناصري وویل،چې د اطلاعاتو ورکړه، همغږي او د سولې په خبرو کې د ټولو ګډون، د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره اړینه ده.

دې وویل: "د مدني ټولنو مجتمع میکانیزم جوړ کړی چې د دې هېواد مدني ټولنه او خلک د مذاکرې مېز ته ورسوي، له دې کار سره د افغانستان خلکو غږ واورېدل شي او ټول شموله سوله به را شي."

دا په داسي حال کې ده چې قطر کې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د سولې خبرو د طرزالعمل بشپړولو په اړه خبرې روانې دي.

قطر کې د سولې خبرې پیلېدل
قطر کې د سولې خبرې پیلېدل

له دې سره، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی رونالد کوبیا د ټول شموله سولې لپاره د میکانیزم په ناسته کې د ويډیو کنفرانس له لارې وویل، د سولې بهېر کې د د ښځو په ګډون د ټولو قشرونو ګډون د دې پروسې د بریا لپاره اړین دی.

XS
SM
MD
LG