د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

'وار ان راکس' له طالبانو سره د ایران پېچلیو اړیکو ته یوه نوې کتنه کړې


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • وار ان راکس

له طالبانو سره د ایران پېچلو اړیکو ته یوه نوې کتنه.

دا د نیویارک پوهنتون د نړیوالو اړیکو د مرکز د افغانستان د سیمه‌ییز پروګرام د رئيس بارنټ روبین د لیکنې سرلیک دی.

په دې لیکنه کې چې (وار ان راکس) خپرونې خپره کړې، روبین په افغانستان کې د ایران بدلېدونکې پالېسۍ ته کتنه کوي چې یو وخت‌یې له طالبانو سره سخته دښمني کوله او حتی په ۱۹۹۸ کې نږدې و چې د طالبانو پر رژیم حمله وکړي او اوس دې ډلې ته وسلې لېږي.

روبین وايي، ۸ کاله وړاندې یې د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو په غونډو کې ګډون کاوه او د امریکا حکومت ته مشورې ورکولې.

په یوه غونډه کې یوه اروپايي چارواکي ایران په دې تورن کړ چې طالبانو ته وسلې ورکوي، په غونډه کې ایراني چارواکي دا تور رد کړ ویې‌ویل چې څرنګه کېدای شي چې ایران خپل دښمن ته وسله ورکړي.

روبین وايي، ده ورته وویل چې ایرانیان دومره ساده نه‌دي چې په یوه وخت یو دښمن او یوه پالېسي ولري.

روبین د سږ کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په قطر کې د امریکا او طالبانو د موافقې په وړاندې د ایران د مغشوشې پالېسۍ یادونه کوي او وايي، همدې ایران چې د طالبانو د رژیم د پرځولو په مهال‌یې د افغانستان په خاوره کې له امریکا سره پوځي او استخباراتي او په ملګرو ملتونو او د جرمني په بن کې سیاسي همکاري وکړه، په کلونو له طالبانو سره د خبرو مخالفت وکړ او ټینګار یې کاوه چې د طالبانو او القاعده ترمنځ باید توپیر ونه‌شي، خو وروسته‌یې له افغانستانه د امریکايی پوځیانو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنه بدرګه کړه.

دې هېواد د افغانستان په لوېدیځ کې طالب قوماندانانو ته وسلې ولېږلې. دا هېواد په عین حال کې د امریکا او طالبانو د قطر موافقه چې پر اساس‌یې امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي، غندي او وايي چې دا موافقه د طالبانو اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په معنی ده او دا د ایران لپاره ګواښ دی.

  • واشنګټن پوسټ

د بهرنیو اړیکو شورا په قطر کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه لیکنه خپره کړې.

د دې لیکنې سرلیک دی، "په افغانستان کې د سولې خبرې پیل شوي، خو لانجې په مخکې دي."

د بهرنیو اړیکو شورا شنونکی مک بووټ وايي، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي، خو داسې نه‌ښکاري چې ژر دې نتیجه ورکړي.

په دې تحلیلي لیکنه کې بېلابېلې پوښتنې شوي او هغو ته د ځواب هڅه شوې؛ مثلاً افغانان څرنګه تر دې ځایه یعنې قطر پورې د خبرو لپاره راغلل، ایا طالبان به د بشري حقونو پر اصلي مسئلو جوړجاړی وکړي؟ او یا ایا طالبانو تر خبرو وړاندې حملې کمې کړي؟

د بهرنیو اړیکو شورا د لیکوال په باور امریکايي مرکچیانو هیله لرله چې طالبان به د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر ضد تشدد کم کړي او له القاعده شبکې سره به په ښکاره اړیکې پرې کړي.

خو طالبانو په دې دواړو کې یو کار هم ونه‌کړ. اکثره خوشې شوي طالبان بېرته د جګړې میدان ته لاړل او جګړې د پخوا په شان په شدت دوام لري.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال له یوې مرګونې حملې روغ ووت، خو ۱۰ تنه نور ووژل شول.

د بهرنیو اړیکو شورا په دې لیکنه کې د یوه طالب وسله‌وال دا خبره هم رااخیستل شوې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته‌یې ویلي چې دوی سلو په سلو کې واک غواړي.

خو له دې سره سره له قطر څخه ازادي راډیو ته رارسېدلي راپورونه ښيي چې تر دې دمه دواړه خواوې له خپلو خبرو او له یو بل سره له چلنده راضي دي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د قطر د بین‌الافغاني خبرو په اړه د خپل خبریال مجیب مشعل مفصل راپور خپور کړی.

په دې راپور کې د هغو ټولو ستونزو یادونه شوې چې دا خبرې یې له کبله په ځلونو وځنډېدلې.

مشعل وايي، حتی د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم تر وروستیو شېبو پورې باوري نه‌و چې خبرې به پیل شي او یو شمېر بهرنیو ډیپلوماتانو او چارواکو څو ځلې دوحې ته خپل سفرونه لغوه کړل.

د نیویارک ټایمز د خبریال په باور هماغسې چې خبرو ته د دواړو خواوو حاضرېدل سخت و، خبرې به هم له ستونزو خالي نه‌وي.

د نیویارک ټایمز د خبریال په باور، له امریکا سره د طالبانو په خبرو کې د طالبانو نهايي غوښتنه دا وه چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، خو په دې خبرو کې د اوربند، د ښځو د حقونو او د واک د شراکت په شان مسئلې شاملې دي چې دا د طالبانو د یووالي لپاره یو ازمیښت دی.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، همدا وجه ده چې طالبانو په خپل مرکچي پلاوي او مشرتابه کې بدلون راوست.

XS
SM
MD
LG