د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د افغان دولت مرکچي پلاوی: طالبانو سره پر اوربند موافقې ته هیله‌من یو


قطر کې د سولې خبرو پیلېدل
قطر کې د سولې خبرو پیلېدل

د افغانستان د دولت پلاوی وايي، هیله لري چې له طالبانو سره به د اوربند په اړه موافقې ته ورسېږي.

که څه هم د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرې تر اوسه یوازې پر تخنیکي مسایلو متمرکزې دي، خو د افغانستان د دولت د پلاوي ویاند نادر نادري ویلي دي چې له طالبانو سره پر اوربند موافقې ته هیله‌من دی.

نادر نادري
نادر نادري

هغه دا څرګندونې د قطر له ټلوېزیوني شبکې الجزیرې سره په مرکه کې کړي، خو په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د طرزالعملونو په اړه خبرې پرون د شپې تر ناوخته له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې.

ښاغلي نادري پرون ازادۍ راډیو ته ویلي و چې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف موارد ډېر نه‌دي او هیله‌یې څرګنده کړې وه چې د ده په وینا یو-دوه اختلافي ټکي به هم ډېر ژر حل شي.

خو پرون شپه ناوخته د دولت د مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابي ازادۍ راډیو ته وویل خبرې ښايي د جمعې په ورځ له یوې وقفې وروسته د شنبې په ورځ بیا پیل شي.

هغې زیاته کړه: "جمعه ده. فکر نه‌کوم چې غونډه وکړو. که څه هم موږ چمتو یو، خو مقابل لوری ښايي رخصتي وکړي ځکه د هغوی کورونه دلته په قطر کې دي. د شنبې په ورځ به یقیناً غونډه وي. د تماس ګروپ به بیا هم سره وګوري او پر پاتې مسایلو به خبرې وکړي."

په هېواد کې د سولې د ټینګښت په هدف په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې د وږې په ۲۲مه نېټه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې، خو له هغې ورځې تر اوسه د تماس ډله چې د دواړو خواوو استازي په‌کې دي د غونډو د طرزالعملونو او کاري اصولو په اړه بحثونه کوي.

په قطر کې د سولې خبرو پيلېدل
په قطر کې د سولې خبرو پيلېدل

مېرمن سرابي وویل، پر دې مسایلو له موافقې وروسته به د غونډو پر مهال‌و‌ېش او اجنډا خبرې وشي. په عین حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هیله څرګنده کړې چې د افغانانو ترمنځ خبرې به بریالۍ شي.

ښاغلي پومپیو د وږې په ۲۶مه له فاکس نیوز ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې وویل نور نو هغه وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

ښاغلي پومپیو وویل، سوله به افغانانو ته دا فرصت په لاس ورکړي چې خپل هېواد بیا ورغوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

هغه زیاته کړه: "هغه وخت راغلی چې باید سوله وشي. زه فکر کوم هر افغان که په شمال کې دی که په جنوب کې، که د افغانانو په ائتلافونو کې دي که د طالبانو په لیکو کې ټول وايي چې دا جګړه پوځي حل لاره نه‌لري او هغه لاره له کلونو راهیسې بې‌نتیجې وه، نو ځکه هیله‌من یو داسې یوه سوله او پخلاینه وشي چې یو ځل بیا به افغانستان ته دا فرصت ورکړي چې خپل اقتصاد ورغوي، فرصتونه رامنځته کړي او د هر افغان بشري حقونه خوندي کړي."

تر اوسه معلومه نه‌ده چې په قطر کې روانې خبرې به څومره وخت دوام وکړي، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلز چهاد ویلي چې د افغانانو ترمنځ خبرې به ستونزمنې وي او ښايي ډېر وخت واخلي.

XS
SM
MD
LG