د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د اسرائیل، بحرین او اماراتو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو تړون لاسلیک شو


په دغو تړونونو کې له لسیزو راپه دې خوا د اسرائیل او فلسطین د لانجې د هواري یادونه نه‌ده شوې.
په دغو تړونونو کې له لسیزو راپه دې خوا د اسرائیل او فلسطین د لانجې د هواري یادونه نه‌ده شوې.

پرون په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل، بحرین او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو تړونونه لاسلیک شول.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د نومبر د درېیمې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې ډېر لېواله دی چې وښیي د منځني ختیځ لپاره بهرنۍ پالېسۍ یې بریالۍ ده، د دغو تړونونو د لاسلیک مراسم څارل.

ټرمپ وویل، دوی دلته دي چې د تاریخ لوری بدل کړي. هغه زیاته کړه چې د لسیزو اختلاف او کړکېچ وروسته دوی د نوي منځني ختیځ لپاره یو باب پرانیست.

پرون په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل، بحرین او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو تړونونه لاسلیک شول.
پرون په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل، بحرین او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو تړونونه لاسلیک شول.

په دې مراسمو کې پر ټرمپ سربیره د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شېخ عبدالله بن زید النهیان، د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبدالطیف الزیاني د خپلو هېوادونو په استازیتوب ګډون کړی و.

په دغو تړونونو کې له لسیزو راپه دې خوا د اسرائیل او فلسطین د لانجې د هواري یادونه نه‌ده شوې.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس په یوه بیان کې ویلي چې په سیمه کې به سوله، امن او ثبات تر هغو ټینګ نه‌شي چې د اسرائیل اشغال پای ته رسېدلی نه‌وي.

محمود عباس
محمود عباس

واشنګټن کې له دغو مراسمو سره هم‌مهاله له غزې فلسطیني سخت دریځو د اسرائیل پر لور څو توغندي وویشتل چې د زیانونو راپور یې نه‌دی ورکړل شوی.

په دغو تړونونو کې د اسرئیل هغه ژمنه شامله ده چې له خپلې خاورې سره‌یې د لوېدیځې غاړې د ځینو برخو د یوځای کولو د ځنډولو لپاره کړې ده.

دا هغه سیمې دي چې فلسطیینان‌یې د خپل راتلونکي احتمالي دولت د خاورې برخه بولي.

متحده عربي اماراتو او بحرین دواړو ویلي چې له اسرائیل سره د دغه تړونونه د فلسطینیانو ګټې خوندې کوي.

د مراسمو په مهال د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر له اسرائیل مننه وکړه چې له خپلې خاورې سره د فلسطیني سیمو یوځای کول‌یې درولي دي.

نتانیاهو چې په کور دننه د سخت دریځو یهودانو تر فشار لاندې دی ټینګار کړی چې دغه پلانونه‌یې په موقتي ډول درولي، خو له دغو هېوادونو سره د اړیکو له عادي کېدو څخه په استفادې هم غواړي وښیي چې د تاریخي ډیپلوماتیکي لاسته راوړنو وړتیا لري.

ډونالد ټرمپ او شېخ عبدالله بن زید النهیان
ډونالد ټرمپ او شېخ عبدالله بن زید النهیان

له مصر او اردن وروسته د خلیج دغه دوه هېوادونو درېیم او څلورم عربي هېوادونه دي چې اسرائیل په رسمیت پېژني.

د چارو د کتونکو په باور له دې وروسته به عمان، سوډان، مراکش او ان سعودي عربستان هغه نور هېوادونه وي چې ښایي د اسرائیل یهودي دولت په رسمیت وپېژني.

په سپینه ماڼۍ کې د مراسمو تر پیل مخکې ټرمپ وویل چې له شااوخوا پنځو مختلفو هېوادونو سره په دې لاره کې ډېر وړاندې تللي دي، خو هغه د دې هېوادونو نومونه وانخیستل.

په سیمه کې ایران او ترکیه د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې له اسرائیل سره د اړیکو پر عادي کېدو یې انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG