د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

مسیر: حکومت او طالبان د اوربند مسئلې ته له سیاسي زاویې ګوري


قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې انځور
قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې انځور
  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، یو څه چې د سولې بین الافغاني خبرې ننګوي هغه د دواړو لورو د غوښتنو ترمنځ تقابل دی چې په وینا یې دا لامل شوی چې د یوې اوونۍ تر تېرېدلو ورسته هم رسمي خبرې پیل نه شي.

د سرمقاله لیکوونکي په وینا، د تماس ډله لا نه ده توانېدلې چې په تخنیکي مسایلو خبرې وکړې او د خبرو په څرنګوالي هوکړه وکړي.

د لیکوال په باور، د سیمې یو شمېر هېوادونو له طالبانو ملاتړ کوي، نو طالبان فکر کوي چې له مقابل ټيم څخه لوړ موقف لري او غوښتنې یې باید ومنل شي .

هشت صبح ورځپاڼې ټينګار کړی چې د سولې په خبرو اترو کې د افغانانو تمه دا نه ده چې دواړه لوري د زور ازماېښت وکړي بلکې په وینا یې دلته د سولې او جګړې پای ته رسېدو هدف دی چې میلیونونه افغانان ورته سترګې په لار دي او اړتیا ده چې دواړه لوري هوکړه وکړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي،تمه وه چې په قطر کې د سولې د خبرو له پیل سره سم که بشپړ اوربند ونه شي، نو د تاوتریخوالي کچه به را ټيټه شي خو په وینا یې په تېرو څو ورځو کې له ګڼو ولایتونو د جګړې، نښتو، چاودنو او وژنو خبرونه ورکول کېږي.

وړاندې په سر مقاله کې راغلي، ستونزه دا ده چې لا هم دواړه اړخونه د اوربند مسئلې ته له سیاسي زاویې ګوري او حکومت فکر کوي چې که پر طالبانو اوربند ومني، نو طالبان له زوره لوېږي او بیا د نورو سیاسي غوښتنو په نه منلو کې مقاومت کولی شي.

د مسیر په باور، حکومتي اړخ اوربند د سولې د بریا لپاره نه، بلکې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره غواړي او طالبان هم جګړه پر حکومت د فشار لپاره کاروي او له امریکا سره له هوکړې وروسته په جګړو او بریدونو سره بیا بیا دا پيغام ورکوي چې امریکایان وځي او دوی د جګړې له لارې کولی شي چې حکومت له پښو وغورځوي.

د لیکوال په وینا، داسې هم امکان لري، چې طالبان پر حکومت د فشار ترڅنګ د خپلو لیکو د ساتلو لپاره هم اوربند ته زړه نه ښه کوي خو په وینا یې، ښه کار خو دا ده چې دواړه اړخونه اوربند یا اورکم ته له اخلاقي او دیني اړخه هم وګوري، نه له سیاسي اړخه.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې له طالبانو يوځل بيا د اوربند غوښتنه کړې ده.

وړاندې راغلي، افغانان له جګړو ستړي شوي او بايد د تاوتريخوالي اوسنۍ کچه راکمه کړای شي.

ورځپاڼې لیکلي، دا چې طالبان به د اوربند په بدل کې نور څه غواړي.

ښايي په مخامخ مذاکراتو کې را برسېره شي.

خو د لېکوال په باور، طالبان ډېر خيالونه او فکرونه لري، چې په وینا یې، دا فکرونه د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په پام او د ملت او ملي ګټو پر بنسټ نه شي پلي کېدای او ملت هغه پخوانی ملت نه دی، چې له هر لوري او يا هم د هرې ډلې له خوا به پرې نظامونه او يا هم حکومتونه تپل کېدل.

سرمقاله لیکوونکي په خبره، دې ته په کتو سره بايد طالبان په خپلو فکرونو کې د وخت له غوښتنو سره سم بدلون راولي او د اوسنۍ نړۍ او اوسني افغان ولس فکرونه درک او ورته درناوی ولري.

XS
SM
MD
LG