د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

هشت صبح: د سولې پروسې باید سیاسي نه‌شي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې تر ډېره د یو شمېر سیاسیونو له لوري د ملي مصالحې عالي شورا د غړیتوب د ردېدلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي "د سولې پروسې باید سیاسي نه‌شي" په عنوان خپله سرلیکنه خپره کړې او لیکي، پرون د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي د ملي روغې جوړې شورا غړیتوب رد کړ. تر خوا یې د ګلبدین حکمتیار او صلاح‌الدین رباني له‌خوا هم ورته دریځونه څرګند شوي دي.

د ورځپاڼې له قوله، له دې داسې ښکاري چې په افغانستان کې د سولې بهیر ډېر پېچلی، اوږد او له ستونزو ډک دی.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم خلیل‌زاد غواړي د سولې بهیر ملي کړي، خو ښکاري چې لا هم ناکام دی او د ناکامۍ ستر علت‌یې په کابل کې د جمهوریت په حوزه کې د حکومت او ګوندونو ترمنځ کړکېچ دی.

د سرمقالې لیکوال لیکي خو له دې ټولو ورهاخوا اساسي خبره دا ده چې افغانان سوله غواړي، دوی جګړې ستړي کړي، دوه نسله‌یې زاړه کړل او هره ورځ ترې قرباني اخلي.

په سرمقاله کې زیاته شوې، دا روښانه ده چې نه حکومت او نه هم ګوندونه کولای شي په یوازې ځان سوله راولي، له همدې کبله باید د سولې دا طلايي فرصت له لاسه ونه‌وځي.

ورځپاڼې ګلبدین حکمتیار او صلاح‌الدین رباني ته په اشارې لیکلي، افغانان هېڅکله د ۷۰مې لسیزې کورنۍ جګړې چې د همدې ګوندونو له‌خوا پر خلکو تحمیل شوې، له یاده نه‌باسي او نه هم دوی کولای شي چې د خلکو له ذهنیت‌یې لیرې کړي.

ورځپاڼه په اخر کې وړاندیز کوي چې ښه ده د سولې لپاره د یوې ملي اړتیا په توګه کار وشي او دا پروسه باید د سیاسي او شخصي ګټو قرباني نه‌شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم همدا مسئله راخیستې او لیکلي دي "د سولې پروسه قصداً سبوتاژ کېږي."

د سرمقالې لیکوال لیکلي د یو شمېر سیاسیونو له لوري د روغې جوړې په عالي شورا کې د غړیتوب له ردېدلو ښکاري چې لا هم په کور دننه د سولې په موضوع کې اجماع نه‌ده موجوده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي په دې حساس پړاو کې باید هڅه وشي چې د سولې ملي اجماع رامنځته شي ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور که داسې ونه‌شي د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې یو وار بیا د خنډونو د جوړېدو امکان زیات دی.

ورځپاڼه لیکي او په دې صورت کې به بیا ولس ته زیان رسېږي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا پر خلکو غږ کړی چې "د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره مرسته وکړي."

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو سخت مالي او ځاني زیانونه واړول او خلک‌يې د ویر په ټغر کېنول.

د سرمقالې لیکوال غوښتنه کړې چې د اسلامي او افغاني ورورولۍ له مخې باید ټول افغانان خپلو اړمنو خلکو ته په دې سخت وخت کې لاس ورکړي او مرستې ترې ونه‌سپموي.

XS
SM
MD
LG