د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

مسیر: دوحه کې لاهم د خبرو لپاره پر اجنډا توافق نه‌دی شوی


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې خبرو اترو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په دوحه کې د دواړو اړخونو د پلاوو ترمنځ د تماس ګډ کمېسیون جوړېدو ته په اشارې لیکلي چې لا هم د خبرو لپاره پر اجنډا توافق نه‌دی شوی.

لیکوال لیکلي چې په دغه اجنډا کې د حکومت لپاره مهمه دا ده چې طالبان اوربند ومني، خو په وینا یې، طالبان بیا هڅه کوي چې د نظام څرنګوالی او د پاتې طالب بندیانو خوشې کول د خبرو په اجنډا کې شامل کړي.

د سرمقاله لیکونکي به باور، د نظام ډول، جمهوریت، امارت، اوربند، بندیان، موقت حکومت، د امنیتي ځواکونو برخلیک، د طالب جنګیالیو برخلیک هغه موارد دي چې په اړه‌یې متفاوت دریځونه شته، دا موارد به د خبرو د اجنډا برخه شي او بحث به پرې وشي.

ورځپاڼې ټينګار کړی، د ولس هیله دا ده چې دواړه اړخونه پر اجنډا باید ژر توافق وکړي او په وینا یې مرکچي پلاوي باید د بهرني فشار پر ځای د ولس غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او ټولې ستونزې په خپله حل کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا به خپله سرمقاله کې په دې ټينګار کړی چې بين‌الافغاني مذاکراتو کې باید موږ خپله افغاني طرحه ولرو. وړاندې راغلي د تماس ګروپ چې د دواړو پلاوو یو شمېر غړي په‌کې شامل دي باید د اصلي مذاکراتو لپاره اجنډا او د پر مخ بیولو اصول جوړ کړي.

ورځپاڼې لیکلي، د راتلونکي حکومت او نظام لپاره بهرنیانو وار دمخه مختلفې نسخې تیارې کړي چې ګواکې افغانان تفاهم او ګډ ژوند ته رسولای شي. سرمقاله کې دغه‌شان ټينګار شوی چې افغانان بايد له دې فرصت نه ګټه واخلي او د هوښیار او متحد ملت په توګه ځان له جګړې خلاص کړي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله هم په قطر كې د سولې د مذاكراتو څرنګوالي ته ځانګړې شوې.

ورځپاڼې مرکچي پلاوو ته سپارښتنه کړې چې دواړه ډلې مسؤلې او مكلفې دي چې د سولې لپاره د مذاكراتو په بهير كې مستقلانه او عادلانه دريځ غوره كړي، ځكه په وینا یې تاريخي او قسم خوړلي دښمنان تيار په كمين كې ناست دي او په بېلابېلو پلمو هڅه كوي چې د افغانانو لپاره دا په لاس راغلى فرصت له ناكامۍ سره مخ كړي.

لیکوال لیکلي، په افغانستان كې روانه جګړه له بېلابېلو بهرنيو لورو پر مخ وړل كېږي او هر يو لورى په اسانۍ سره له دې جګړې لاس نه‌اخلي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره افغان ولس د دوى مسؤلانه پرېكړو ته سخت لېوال دى او تر ټولو لومړى اوربند غواړي.

XS
SM
MD
LG