د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نننۍ خبرو په اړه د کابل ورځپاڼو لیکنې


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو ته په اشارې سره لیکلي چې نن د ډېرو افغانانو سترګې قطر ته دي څو د سولې په تړاو مثبت او هیله بخښونکې خبرې اترې ولري.

ورځپاڼې لیکلي چې دا د سولې ارمانجنو افغانانو لپاره ستر او هيله بخښونکی زېری دی، هغه زېری چې هره کورنۍ ورته د بېګا او سبا تر ډوډۍ هم ډېره اړتيا لري! له همدې امله افغان ولس، افغان حکومت او د امريکا په شمول د سيمې او نړۍ دوست هېوادونه د دې لړۍ د پيل هرکلی کوي.

وړاندې د بین‌الافغاني خبرو اترو یو مهم او اساسي شرط اوربند بلل شوی چې د سرمقاله لیکونکي په باور، د دواړو لورو تر خبرو وروسته به معلومه شي چې دغه شرط څومره عملي بڼه خپلوي.

لیکوال لیکي، دا به یوه مقدماتي ناسته وي او د بحثونو په پیلېدو سره به اصلي اجنډا روښانه شي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د خبرو اترو د دوام اصلي ځای نه‌دی روښانه شوی، خو په خبره‌یې قطريان او یو شمېر نور هېوادونه هڅه کوي چې تر نومبر میاشتې جلسې په قطر کې دوام پیدا کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو په تړاو لیکلي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی به له طالبانو سره په پيل کې د اوربند غوښتنه وکړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که له يوې خوا پام وکړو، نو طالبانو تل د داسې خبرو لپاره وخت ضايع کړی او د دښمنو هېوادونو په هڅو د سولې لپاره خبرې په شا تمبول شوې دي، خو له بلې خوا هيلې شته، ځکه د سرمقاله لیکونکي په وینا، په امريکا کې ولسمشريزې ټاکنې ډېرې مهمې دي او واکمنه اداره چې د دې ټاکنو لپاره خپل کانديد لري تر ټولو ډېره په دې هڅو کې ده چې په افغانستان کې يې د سولې پلان بريالی شي.

ورځپاڼې لیکلي، له همدې امله امريکا په ټول فشار سره د دې خبرو پيل او بريا غواړي، د دې لپاره امريکا پر پاکستان ډېر فشارونه راوستل او ان ښايي پاکستان ته د دې سولې په بدل کې د سترو امتيازونو منلو ته هم چمتو شوې وي.

د ورځپاڼې په وینا دا چې پاکستان په دې برخه کې کوم امتيازونه ترلاسه کوي دا به وروسته معلومه شي، خو په خبره‌یې پر افغانستان او د افغانستان پر ملي ګټو او وروستيو لاسته راوړنو په هېڅ توګه افغانان معاملې ته چمتو نه‌دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو ته اشاره کړې لیکلي چې د سولې د خبرو اترو په پیل سره د افغانانو ترمنځ هیلې راټوکېدلې دي.

وړاندې راغلي، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې به له جنجالونو ډکې وي، خو په وینا یې هیلې ډېرې دي چې د امریکا فشارونو له امله به دا ناسته مثبته پایله ولري.

ورځپاڼې لیکلي چې افغان پلاوی به د افغانستان له څو کلنو لاسته راوړنو، بیان ازادۍ او بشري حقونو د خوندیتوب دفاع وکړي.

خو ورځپاڼې ټينګار کړی چې دواړه لوري باید نرمښت وښیي څو بین‌الافغاني خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG