د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

هېواد: د سولې لپاره د مذاکراتو لړۍ له همغه پيله د طالب ‌ډلې له‌خوا ځنډول شوې


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو د ځنډ په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د سولې په خبرو کې د ځنډ مسئله را اخیستې او لیکلي چې دا به خنډونه رامنځته کړي.

وړاندې د خبرو د ځنډ په تړاو ویل شوي چې ممکن روانه اوونۍ هم افغان پلاوی قطر ته سفر ونه‌کړي او لامل‌یې هم د طالبانو نه‌امادګي او ځیني تخنیکي ستونزې په ګوته شوې دي.

ورځپاڼې وېره ښودلې چې د سولې په برخه کې روان پرمختګونه هم له خنډ او ځنډ سره مخ نه‌شي. لیکوال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته اشاره کړې او اندېښنه‌یې مطرح کړې، که چېرې ټاکنې ترسره شي او نتیجه‌یې معلومه شي، شاید ډونالد ټرمپ او یا هم بل بریالي کاندید ته د افغانستان د سولې مسئله لکه اوس مهمه نه‌اوسي، نو دا به یاده پروسه له ستونزو سره مخ کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د حکومت مذاکراتي پلاوي په تړاو لیکلي. هېواد په خپله سرمقاله کې د خبرو د ځنډېدو پړه پر طالبانو اچولې او لیکلي، "په اصل کې د سولې لپاره د مذاکراتو لړۍ له همغه پيله د طالب ‌ډلې له‌خوا ځنډول شوې."

ورځپاڼې ټينګار کړی اوس چې ټول زندانيان خوشې شوي هم دي، نو بيا د دې مذاکراتو ځنډول، نه افغان ولس ته د منلو دی، نه افغان حکومت او نه هم نړيوالې ټولنې ته چې په وینا یې اوس په کار ده چې د سولې په وړاندې هغه هېوادونو باندې فشار راوستل شي چې د سولې مخالفت کوي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا د سولې د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې د اساسي خنډونو د لیرې کېدو خبره کړې او تمه‌یې ښودلې چې په راتلونکو څو ورځو کې به په دوحه کې بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

ورځپاڼې دغه‌شان لیکلي چې د افغان دولت تخنیکي ټیم په دوحه کې دی او د طالبانو د مذاکراتي ټیم پاتې غړي هم دوحې ته رسېدلي او په وینا یې چې د خبرو د پيل په مراسمو کې به د ډاکتر عبدالله په ګډون ځیني سیاستوال، د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او ځیني نور بهرني ډیپلوماتان هم برخه واخلي.

لیکوال لیکلي،که څه هم اوس دې پروسې ته هېله ډېره ده، خو په وینا یې تر کومه چې د سولې خبرې پیل شوې نه‌وي د دې امکان شته چې دا خبرې وځنډېږي او ښکېل اړخونه دې د تمې خلاف دریځ ونیسي.

د مسیر ورځپاڼې په وینا، دواړه لوري به په دې نیت خبرو ته داخلېږي چې پر بل اړخ خپل نظر او غوښتنې ومني او یا په بله وینا، مقابل لوری مات کړي.

خو ورځپاڼې ټينګار کړی چې په کار ده د سولې په خبرو کې اصلي تمرکز پر سوله وي او غوښتنې د همدې سولې پر محور راوڅرخېږي او پیل باید له سختو او اختلافي مسایلو ونه‌شي.

XS
SM
MD
LG