د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

انیس: له اوربند پرته بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ ناشونی دی


قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور
قطر کې د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې یو انځور

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د افغان سولې بهیر، د بین الافغاني مذاکراتو او د افغانستان په امنیتي وضعیت لیکنې او تبصرې کړې دي.

دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، اوس چې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات د پېلېدو په درشل کې دي، اړتیا ده چې دواړه خواوې په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي.

په سرمقاله کې راغلي، دغه نرمښت ته د جګړې په ډګر کې او د دواړو خواوو د لوړ پوړیو چارواکو په څرګندونو کې اړتیا لیدل کېږي.

لیکوال ټینګار کوي، چې د جګړې ښکېلې خواووې باید په جګړه کې د پرمختګ د خبرونو پرځای د سولې ادبیات پياوړي کړي، څو د بین الافغاني مذاکراتو له بریالیتوب سره مرسته وکړي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلی، په قطر کې روانې خبرې که څه هم ستونزمنې دي، خو هیله بخښوونکې دي.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د تماس ډلې تراوسه په طرزالعمل هوکړه نه ده کړې، خو داسې تمې شته چې بالاخره دغه هوکړه به کېږي، چې ورسره به مخامخ خبرو ته لاره هواره شي.

د سرمقالې په پای کې یادونه شوې، څومره چې خبرې اوږدېږي، هومره ورسره په افغانستان کې جګړه زور اخلي، چې زیان یې عامو خلکو ته رسېږي، نو لازمه ده، چې خبرې ژر پیل او اوربند ته لاره هواره شي.​

انیس

بلې دولتي ورځپاڼې انیس هم په خپله سرمقاله کې په اوربند ټینګار کړی او ویلي، چې له اوربند پرته په پېلېدونکو بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ ناشونی دی.​

صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې لیکلي، په قطر کې ناست مذاکراتي پلاوي د افغانستان د نظام د بدلون صلاحیت نه لري.

په سرمقاله کې یادونه شوې، چې د څو ورځو په تېرېدو لا هم د تماس ډله په دې نه ده توانېدلې، چې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي، دا چې ستونزه چېرته ده، د سرمقاله لیکونکي په خبره دواړه پلاوې په دې اړه چوپه خوله دي.

د لیکوال په اند داسې ګمان کېږي، چې طالبانو پېچلي شرایط وړاندې کړي اوپه باور یې له وړاندې سخت شرایط اېښودل د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، امنیتي ګواښونه خلک په سوله بې باوره کوي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، په داسې حال کې چې په قطر کې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتوالی نږدې په بشپړېدو دی، خو په افغانستان کې ناامنۍ زیاتې شوي او په کابل کې د امریکا سفارت په ښځو، دولتي کارکوونکو د ترهګریزو حملو خبرداری ورکړی.

ورځپاڼه لیکلي که څه هم طالبانو د امریکا سفارت دا راپور رد کړی، خو دا چې حملې څوک کوي امریکا په خبرداري کې د کومې خاصې ډلې نوم نه دی ذکر کړی.

د سرمقالې په پای کې راغلي دا اوس د افغان حکومت مسئولیت دی، چې د عامو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو امنیت بشپړ خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG