د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

خلیلزاد یو وار بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه


د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو وار بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي خلیلزاد دا غوښتنه په هغه بحث کې وکړه چې پرون د امریکا د سولې د انسټېټیوټ په کوربه توب جوړ شوی و او ده پکې انلاین څرګندونې وکړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د اورکم یا د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره خپله غوښتنه تکرار کړه.

دی وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدا د منلو نه ده او د کمېدو په اړه یې باید ګامونه واخیستل شي.

ده په دې اړه د امریکا د سولې انسټېټیوټ ته وویل: "باوري یم لازمه ده چې د دواړو خواوو له لوري تاوتریخوالی کم شي، زه له دواړو خواوو سره د خبرواترو په پروسه کې یم. هیله لرم چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې په فشار (د تاوتریخوالي کمېدا) یوه له لومړنیو موضوعاتو وي چې په اړه یې پرمختګ وشي."

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر د چهارشنبې په ورځ د کندهار د سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی و.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر

د راپورونو له مخې، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیلېدو وروسته د توقع خلاف تاوتریخوالی کم شوی نه دی.

پرون د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکو وویل چې امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې په وازه خوا ولسوالي کې لسګونه طالبان وژلي دي.

له بلې خوا د اروزګان چارواکو پرون وویل چې طالبانو ۲۸ پولیس وروسته له دې وژلي چې د جګړې په ترڅ کې دوی ته تسلیم شوي وو.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې دا پولیس په ګیزاب ولسوالي کې د جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي.

د دې ولایت په دهراود ولسوالي کې هم د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړای شوی دی.

چارواکي وايي، طالبانو ته وروسته له دې مرګ ژوبلې واوښتې چې د چهارشنبې په شپه یې د لنډیاني د سیمې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

راپورونه ښيي چې د جګړې له کبله په دهراود او ګیزاب ولسوالیو کې سلګونه تنه بې ځایه شوي دي.

په همدې منځ کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د امریکا له شارژدافېر سره په کتنه کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او د اورکم غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې ۱۳ ورځې پخوا په قطر کې پیل شوې خو د دواړو خواوو د تماس ډلې لا هم د رسمي خبرو د پیلولو لپاره د طرزالعمل پر سر موافقې ته نه دي رسېدلي.

د افغانستان حکومت بیا بیا د اوربند غوښتنه کوي خو طالبان وايي چې په دې اړه به وروسته له دې خبرې کوي چې د جګړې عوامل څرګند شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG