د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د سولې نړېواله ورځ؛ افغانان له دوحې د ښه خبر اورېدو تمه لري


ارشیف
ارشیف

نن د سپټمبر ۲۱مه، د سولې نړېواله ورځ ده.

په افغانستان کې جګړه تر هغې پخوانۍ ده له کومه چې په نړۍ کې د سولې ورځ لمانځل کېږي.

د څلورو لسیزو په دې اوږده جګړه کې پرلپسې د جګړې لورې بدل شوي او تر دې مهاله یې دوام کړی دی.

خو ښايي سږ کال په افغانستان کې د سولې د نړیوالې ورځې یادونه تر پخوا ځانګړې وي، ځکه سږ کال دا ورځ داسې مهال یادېږي چې د افغانستان د جګړې دوه مهم لوري طالبان او حکومت له لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره خپلو کې مخامخ خبرو ته ناست دي.

اته ورځې وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره دواړه خواوو له یو بل سره ناستې او ولاړې پیل کړي.

د برازیل په روغتون کې په کرونا اخته شوي ناروغان
د برازیل په روغتون کې په کرونا اخته شوي ناروغان

که څه هم دواړو اړخونو لا هم د خبرو په طرزالعمل جوړه نه‌ده کړي خو د جګړې یو شمېر قربانیان له ښکېلو خواو غواړي چې ژر تر ژره د خبرو پایله معالومه شي.

بادام ګل هغه کس چې تېر کال یې د ننګرهار "ده بالا" ولسوالۍ د "جودرې " په کلې د یوې حملې په ترڅ کې د خپلې کورنۍ اووه غړي له لاسه ورکړل، که څه هم د دې برید مسؤلیت چا وانخیست خو بادام ګل وايي چې د قربانیانو په وینې دې معامله نه کېږي.

هغه که څه هم په قطر کې د سولې روان بهیر ته چې په پایله کې یې د نوموړي په باور د ډزو اوازونه د تل لپاره بند شي هیله‌مندي ښي خو وايي چې د خلکو قاتلین باید ونه بخښل شي.

هغه زیاته کړه: "له جګړې ستړي شوي یو، هغه خلک چې ټوپک لري باید د ټوپک پر ځای قلم په لاس کې واخلي او سوله وکړي، له انسان وژنې باید لاس واخلي، د جګړې ښکېل خواوې باید یو بل ته د ورولۍ لاس ورکړي."

خو عطاءالرحمان صافی چې خپل پلار یې په جګړه کې له لاسه ورکړی وايي، په هغه شرط طالبان بخښي چې سوله وکړي.

په ورته وخت کې افغان حکومت بیا د دې ورځې په رارسېدو سره د جګړې د درېدو غوښتنه کوي.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

د افغانستان د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي: "د سولې د خبرو د مخته وړلو لپاره اړتیا ده چې جګړه ودرول شي تر څو خلک د سولې په پروسې باور پیدا کړي، له نړېوالې ټولنې مو هم غوښتنه دا ده چې د دې روځې په رارسېدو سره باید د سولې روان بهیر د کامیابۍ لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي."

افغان حکومت تل پر دې ټینګار کړی چې تاوتریخوالی دې یا ودرول شي او یا هم باید کم شي.

دغه غوښتنه بیا ځلي د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دوحه کې د سولې د خبرو په پرانیست غونډه کې وکړه او په تینګار سره‌یې وویل چې طالبان باید په لوموړي پړاو کې بشر دوستانه اوربند وکړي.

خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه‌دي ویلي.

که څه هم د سږ کال د سولې نړیوالې ورځې توپیر له تېر کال سره دا دی چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته حاضره شوي خو وايي، تر هغې چې جګړه کمه نه‌شي افغانان د سولې په پروسې باور نه‌شي کولای.

هغه زیاته کړه: "کله چې موږ د سولې نړیواله ورځ نمانځو باید امنیت ښه وي، افغانانو تر اوسه دغه ورځ په سمبولیک ډول نمانځلي، افغانان باید احساس کړي چې جګړه ختمه شوې او یا هم کمه شوې."

د افغانستان د سولې او شخړې انسټیټوټ مرستیال حکمت‌الله عظمي
د افغانستان د سولې او شخړې انسټیټوټ مرستیال حکمت‌الله عظمي

له دې سره هم مهاله د افغان مرکچي پلاوي یو غړی نادر نادري چې اوس‌مهال په قطر کې دی له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، دوي هڅه کوي د یوې باعزته سولې د ټینګېدو لپاره کار وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په هم په خپل ټویټر د افغانستان سولې لپاره تر لاسه شوی فرصت بې جوړې بللی دی.

هغه لیکلي چې د سولې خبرو لپاره په افغانستان کې د نړېوالو قوي ملاتړ موجود دی.

ملګرو ملتونو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د خبرو له لارې یوه تلپاتې سوله د افغانانو په مالکیت ترلاسه کېدای شي.

د سولې نړیواله ورځ په ۱۹۸۱ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې تصویب شوه.

د سپټمبر ۲۱ مې نومول د سولې نړېوالې ورځې ته، د جګړې ختمول او د سولې په اړه د عامه پوهاوي رامنځته کول وه.

له بلې خوا سږ کال په نړۍ کې د سولې نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د کرونا په ګرده نړۍ کې د انسانانو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

دغه ویروس په ټوله نړۍ کې تر دا مهاله شااوخوا ۳۱ میلیونه خلک نیولي او نږدې یو میلیون یې وژلې دي.

د سولې نړیوالې ورځې په اړه نړیوال غبرګونونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، دې ته اړتیا ده چې د وسلو شپیلۍ بندې او ټول د ګډ دښمن په وړاندې، چې کرونا ویروس دی، ودرېږي.

ښاغلي ګوتریش دغه څرګندونې د سولې د نړیوالې ورځې د ۳۹مې کلیزې په مناسبت غونډه کې ( د سولې د زنګ کړنګولو) دودیزو مراسمو پر مهال وکړې.

انتونیو ګوتریش
انتونیو ګوتریش

ده ویلي، د دغه سازمان په سږنۍ عمومي اسامبله کې به یو ځل بیا هغه غوښتنه تکرار کړي چې د کرونا وبا له کبله دې ټولې وسله والې ډلې اوربند وکړي.

سږکال د سپټمبر ۲۱مه یا د سولې نړیواله ورځ افغانستان لپاره هم مهمه ګڼل کېږي، ځکه د څلویښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو په قطر کې د لومړي ځل لپاره افغانانو خپلو کې د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، دوی دغه ورځ نیک پال نیسي او ټوله هڅه یې داده چې د جګړې ټغر ټول کړي.

نادر نادري
نادر نادري

هغه زیاته کړه: "دې ته اړتیا ده چې مونږ نه باید دغه ورځ یوازې په سمبولیک ډول ولمانځو، بلکې د سولې لپاره باید هڅه وکړو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب چې کوم مرکچیان د سولې خبرو ته راغلي، ټول هڅه کوو چې د افغانستان د خلکو ورکه شوې هیله پوره کړو او سوله راولو."

ملګرو ملتونو ویلي، سږ کال د سولې ارزښت په دې کی دی چې یو ګډ دښمن کرونا د خلکو روغتیا، امنیت او د ژوند هره برخه ګواښي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په تېره مارچ میاشت کې هم د کرونا وبا له خپرېدو سره هممهاله له وسله والو ډلو د اوربند غوښتنه وکړه.

هغه مهال دغه سازمان وویل چې لږ تر لږه شلو مخالفو ډلو د دوی غوښتنه ومنله، خو افغانستان کې د جګړې ښکېلو ډلو پر دې خبره غوږ ونه ګروه.

د سولې په چارو کې څیړونکی مشتاق رحیم وایي، که افغانستان کې د سولې په نړیوالې ورځ د ملګرو ملتونو له غوښتنې سره سم اوربند وشي، یو تاریخي اقدام به وي.

د سولې په چارو کې څیړونکی مشتاق رحیم
د سولې په چارو کې څیړونکی مشتاق رحیم

رحیم وویل: " که تاسو وګوری، تېره یوه نیمه اونۍ کې د جګړې کچه زیاته شوې ده، اوس دا توقع کول چې اوربند دې وشي، لږ سخته ده، ځکه طالبان ټینګار کوي چې دوی غواړي دایمي سولې او دایمي اوربند ته ورسېږي، بیا هم که چیرې اوربند وشي، دا به د جګړې ښکېلو اړخونو ته یو پياوړی پیغام ولېږدوي او د دوی د سولې د ارادې یو ښه تمثیل به وي"

ملګرو ملتونو په ۱۹۸۱ کال کې د سولې نړیواله ورځې لمانځل اعلان کړل، په پیل کې دا ورځ د سپټمبر د میاشتې په دریېمه سه شنبې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې له پیل سره په یو وخت لمانځل کېده، دوه لسیزې وروسته په ۲۰۰۱ کال کې دغه سازمان د سیپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ونوموله او پرېکړه یې وکړه چې دا باید د عدم تشدد او اوربند ورځ وي.

دا مهال په نړۍ کې پر افغانستان سربېره سوریه، یمن، عراق، فلسطین، لیبیا، اوکراین، نایجریا او یوشمېر نورو هېوادونو کې دوامداره یا وقفه یې جګړې روانې دي.

پنځه اویا کاله مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په همدې هدف رامنځته شو چې د نړۍ په کچه وسله والې جګړې ختمې او سوله ټینګه کړي.

خو داسې ښکاري چې دا سازمان تراوسه دې هدف ته په رسیدو کې پاتې راغلی دی، د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، ټولنه کې د سولې ټینګول ممکن لسیزو او ان پیړۍ وخت ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG