د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د ملګرو ملتونو ۷۵مې سرمشریزې ته د غني وینا؛ طالبان دې بشردوستانه اوربند وکړي


جمهور رئیس محمد اشرف غني
جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني یو ځل بیا په دغه هېواد کې پر اوربند ټینګار وکړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، د سولې د مذاکراتو پایلو رسېدو ته هیله‌مند دی او له طالبانو غواړي چې بشردوستانه اوربند وکړي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۱» د ملګرو ملتونو په ۷۵مه سرمشریزه کې د انلاین وېډیو کنفرانس له لارې له دغې مجمعې وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو پایدارې سولې ته ورسېږي.

ښاغلي غني له طالبانو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه وکړه: "موږ په یو وخت د بېلابېلو کړکېچونو تحریکوونکو سره مخامخ یو چې اوربند موږ ته په یوه عاجل لومړیتوب بدلوي. د تاوتریخوالي عاجل ختمول به تر هر څه مخکې موږ ته د پرمختګ چانس په لاس راکړي. زه غواړم د عمومي اسامبلې په ټولو غړو او پنځو دایمي غړو غږ وکړم چې له موږ سره د یوه خپلواک او ډیموکراتیک افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي. داسې افغانستان چې دننه او په سیمه کې په سوله کې وي. او د وروستیو نولسو کلونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب او پراختیا جوګه وګرځي."

د سولې خبرې پیلېدل
د سولې خبرې پیلېدل

ښاغلی غني په داسې حال کې د بشردوستانه اوربند غوښتونکی دی چې طالبانو ویلي د اوربند ټینګښت د افغانستان د سولې د خبرو له موضوعاتو دی.

بل‌خوا ټاکل شوې نن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دغه هېواد د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې په ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه معلومات ورکړي.

تمه ده نن په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ پنځمه ناسته وشي چې تمه ده د خپلو بحثونو پای ته ورسېږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډيو ته وویل د تماس ډله به د لیدلورو د مشترکو ټکو د موندلو په برخه کې ډېر ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري

هغې زیاته کړه: "د نظرونو د تفاوتونو د مشترکو ټکو موندلو لپاره کار شوی او د پرمختګ په حال کې یو. موږ زېربنایي او کلک سند ته اړتیا لرو چې د مذاکراتو د کاري طرزالعمل په توګه مخته لاړ شي، زر به‌یې په اړه یوې پایلې ته ورسېږو، د افغانستان اسلامي جمهوريت ژمن دی چې د یو مناسب طرزالعمل په جوړولو ، سرعت عمل، باکیفیته بحث او نتیجه ورکوونکې محتوا ولري."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته په یو پيغام کې لیکي چې د بین‌الافغاني خبرو د طرزالعمل د جوړولو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي.

د افغانستان د حکومت او د طالبانو د تماس ډلو ترمنځ د تېرې یکشنبې په ماښام څلورمه ناسته وشوه. په ناستو کې کې د طرزالعمل پر سر د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو پر حل خبرې کېږي.

دا خبرې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو د پرانیستونکې غونډې په دوام کېږي.

XS
SM
MD
LG