د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېرو ۱۵ ورځو کې ۹۸ تنه وژلي او ۲۳۰ نور ټپیان کړي


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د مذاکراتو د پیل لپاره د تګ‌لارې په جوړېدو بوخت دي، په افغانستان کې جګړې شدت موندلی.

ننګرهار، تخار، کاپیسا، بادغیس، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، کندز، میدان وردک، کندهار، غزني، کابل او بامیان هغه ولایتونه دي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ورڅخه د مرګ‌ژوبلې خبرونه خپرېږي.

له دې ۱۳ ولایتونو څخه د ازادي راډیو د خبریالانو د ورکړل شویو راپورونو پر بنسټ، له تېرې دوشنبې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو په ګډون ۸۸ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له‌خوا ازادي راډیو ته د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۳۱» د ورکړل شويو معلوماتو پر بنسټ بیا، په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د طالبانو له‌خوا ۹۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان دي.

د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ډېری دا مرګ‌ژوبله په ننګرهار او تخار ولایتونو کې اوښتې ده.

برید کې ټپي شوی کس
برید کې ټپي شوی کس

حکومت د جګړې د شدت او مرګ‌ژوبلې پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان دا ادعا نه‌مني.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د مرګ‌ژوبلې د ډېرېدو لامل دا دی چې حکومت په ډېرو سیمو کې نظامي تحرکات پیل کړي او غواړي د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي."

په افغانستان کې جګړه داسې مهال زور اخلي چې له دواړو خواوو د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند غوښتنې هم شوې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه د تاتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې او لیکي، "له تېرو څو ورځو راهیسې افغانستان کې تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی چې د تأسف خبره ده او د ګڼ شمېر ملکیانو په ګډون افغانان په‌کې وژل کېږي."

ده وړاندې لیکلي، دې ته په پام چې وروستیو کې د سولې خبرې پيل شوي، نو اړینه ده چې ټول اړخونه تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتېکورو هم د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره تاریخي فرصت منځته راغلی او باید نور تاوتریخوالي ته د سیاسي جوړ جاړي له لارې حل‌لار پیدا شي.

هغه زیاته کړه: "موږ داسې مهال د سولې نړیواله ورځ نمانځو چې سوله په افغانستان کې په رښتینې معنی د ټېنګېدو په حال کې ده. یوه اوونۍ وړاندې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو لړۍ پیل شوه، دا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د نوي پړاو لپاره اړین ګام دی، دا واقعاً یو تاریخي فرصت دی، څو په افغانستان کې د لسیزو جګړو د پای لپاره یو تاریخي جوړ جاړی او حل‌لاره پیدا شي."

سټیفانو پونتېکورو
سټیفانو پونتېکورو

یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د جګړې د شدت لامل دا دی چې دواړه لوري غواړي د مذاکراتو په مېز کې لاس‌بري واوسي.

خلیل‌زاد د جګړې زیاتوالی د خواشینۍ وړ بللی

د ناټو استازی: افغانان داسې سولې ته هیله‌من دي چې بشري حقونه خوندي کړي

له دوی یو عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل: "د ټولو جګړو نړیوال قانون همداسې دی چې څوک جنګ کوي، غواړي برتري حاصله کړي. د مذاکراتو او خبرو د پیل پر مهال هم د جګړې شدت زیاتېږي، له دې وړاندې هم په هېواد کې دننه ورته تجربې لرو."

د افغانستان حکومت له دې وړاندې ویلي، له سولې د دوی موخه د وینې تویېدنې مخنیوی دی او هغه سوله نه‌غواړي چې له مخې یې په افغانستان کې یوې بلې جګړې ته لار پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG