د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

نادر نادري: د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختلافي مواردو حلولو کې پرمختګ وشو


په قطر کې د سولې د خبرو پیلېدو بهیر
په قطر کې د سولې د خبرو پیلېدو بهیر

په دوحه کې د سولې د مرکچي پلاویو غړي هیله‌من دي چې ژر د ناستو په کړنلارو او اصولو موافقې ته ورسېږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ څو ناستو بالاخره د کړنلارو او اصولو په ډېرو برخو موافقې ته زمینه برابره کړې.

دوی چې له یوې اوونۍ په دوحه کې سره ناستې لري پرون مازدیګر یې هم غونډه کړې او څو ساعته‌یې بحثونه کړي.

د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوه مخکښ غړي نادر نادري په خپل ټویټر د پرمختګونو خبره کړې ده. هغه لیکلي: "د افغانستان د سولې مذاکراتو پر کاري طرزالعمل بحث وشو چې په پایله کې یې د اختلافي مواردو د حل په برخه کې پرمختګ وشو. د افغانستان د سولې مذاکراتو کاري طرزالعمل به‌ ډېر ژر نهايي شي."

که څه هم په رسمي توګه دواړو ډلو نه‌دي ویلي چې دوی تېره یوه اوونۍ د خبرو په کومو کړنلارو او اصولو چانې وهلي، خو د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته معلومات ورکړي چې د بحث وړ اصول او کړنلارې ۲۲ ته رسېږي.

هغه د همدغو ۲۲ کړنلارو او اصولو له ډلې یوه بېلګه دا راوړې چې په غونډو کې له زغمه کار واخیستل شي، له ټوکو دې ډډه وشي او دې ته ورته مسایل. اخوا ځينو رسنیو له هغې ډلې (طلوع ټلوېزیون) لیکلي چې د افغانستان تېرې ۲۰ کلنې جګړې ته د نوم ایښودل چې طالبان‌یې جهاد بولي، په خبرو کې د حنفي مذهب په اساس د کار مخته وړل او د امریکا-طالبانو د تړون ځای هغه مسایل دي چې د افغان دولت او طالبانو پلاوی پرې لا نه‌دي جوړ شوي.

د افغان دولت او طالبانو خبرې د سپټمبر په ۱۲مه تېره شنبه پرانیستل شوې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د دغو خبرو غړي محمد نعیم ازادي راډیو ته ویلي چې یکشنبه ناسته شوې او هیله ده د کړنلارو په اړه تفاهم وشي.

د طالبانو ویاند محمد نعیم
د طالبانو ویاند محمد نعیم

هغه زیاته کړه: "تر اوسه پورې د طرزالعملونو او د ناستو په کاري او رفتاري اصولو کلي توافق نه‌دی شوی. په اکثرو مسایلو توافق شوی، خو ځیني ټکي لا پاتې دي. موږ هیله‌من یو چې بالاخره یو تفاهم وشي او نورو بحثونو ته چې د اجنډا مسایل به په‌کې څېړل کېږي لار پرانیستل شي."

د افغان سولې د خبرو د اصلي ناستو د پيل په اړه د کړنلارو او اصولو بحث لا هم روان دی، خو حکومت د اوربند ټینګښت ډېر مهم بولي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي سمه ده چې د ناستو د اصولو په اړه بحث کېږي، خو باید ژر تر ژره د اوربند او د تاوتریخوالي د بندولو مهم مسایل بحث شي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

نوموړي زیاته کړه: "زموږ تمه دا ده چې ژر تر ژره اوربند او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په څېر عمده مسایل چې د افغانستان د خلکو لپاره اهمیت لري په هغو بحث وشي. په کافي اندازه وخت ضایع شوی دی د طالبانو تاوتریخوالی لا هم دوام لري. که اوربند یوه جدي موضوع نه‌وي او طالبان له تاوتریخوالي لاس وانه‌خلي د افغانستان خلک خدای مه‌کړه د سولې د دې پروسې په اړه ناهیلي کېږي."

د افغانستان نړیوال متحدین که څه هم د خبرو پیل هیله‌من کړي، خو د افغان حکومت په څېر ټینګار لري چې ژر تر ژره دې اوربند وشي او د وینې تویېدو مخه دې ونیول شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې دیبورا لاینز ویلي د تاوتریخوالي چټک او بې‌شرطه کمښت د ښکېلو لورو د باور د جلب لپاره ډېر ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG