د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

قطر کې د سولې د مذاکراتو ۱۰مه ورځ؛ افغان حکومت له طالبانو اوربند وغوښت


قطر کې د سولې د خبرو بهیر
قطر کې د سولې د خبرو بهیر

په قطر کې د سولې مذاکراتو پر مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د افغان حکومت مشرتابه له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده.

په قطر کې د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو ۱۰مه ورځ ده، خو تر اوسه د اوربند یا تاوتریخوالي د کمېدو هېڅ خبر نه‌شته. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ مرګونې پېښې کېږي چې په نتيجه کې يې لسګونه کسان وژل کېږي او ټپيان کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ (د وږې په ۳۱مه نېټه) د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وینا کې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه: "یوازنۍ لاره سیاسي حل دی. راځئ یو بل ومنو. یوه چوکاټ ته ورسېږو. توافق د ټولو افغانانو په ګټه دی. هیله لرم هېڅ یو افغان به قدرتونو، شبکو او هېوادونو ته اجازه ورنه‌کړي چې زموږ راتلونکی له موږ واخلي."

افغان ولسمشر همداراز وویل چې د مذاکراتو د بریا په صورت کې حکومت له ۶۰ زرو تر یو لک او ۲۰ زرو طالب جګړه‌مارانو د ادغام پروګرام لري، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

ولسمشر غني زیاته کړه چې غواړي داسې پروګرام عملي کړي چې د طالبانو کوچنیان او اولادونه هم ورڅخه ګټه پورته کړي.

د دوشنبې په ورځ په ارګ کې په غونډه کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په قطر کې د خبرو پیل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د سولې پر لور یې یو ګام یاد کړ.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

ده هم وویل چې لومړی اقدام باید په افغانستان کې اوربند او د تاوتریخوالي کمول وي.

ښاغلی عبدالله وايي: "کله چې غواړو مسئله حل شي، د اوربند پر لور به لاړ شو. یا تاوتریخوالی دومره کم شي چې خلک‌یې احساس کړي، یعنې په داسې حال کې چې هلته خبرې روانې دي، همغه خبرې د خپل نیت او ارادې په تمثیل سره دواړو لورو پر یوه وخت دوه اړخیزه ژمنه کړې ده."

یوه ورځ مخکې تر دې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جګړې له ټولو لورو غوښتي وو چې په دې هېواد کې تاوتریخوالی د تر پام وړ کچې پورې کم کړي.

خو طالبان وايي، د پام وړ تاوتریخوالی یې کم کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته وویل: "د تېرو کلونو په پرتله زموږ حملې ډېرې کمې شوې دي. پخوا زموږ ځانمرګي بریدونه د ولایتونو په مرکزونو او لویو ښارونو کې په دوامداره توګه روان وو. اوس دا حملې نه‌شته. دا د پام وړ کمی دی چې رامنځته شوی دی."

د طالبان ویاند محمد نعیم
د طالبان ویاند محمد نعیم

اوس‌مهال په قطر کې مذاکرات پر اختلافي موضوعاتو ورو پر مخ روان دي، خو بل لور ته د جګړې ډګر تود دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ارقامو له مخې چې ازادي راډيو ته‌یې ورکړي، طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې په ۲۴ ولایتونو کې ۹۸ ملکیان وژلي او ۲۳۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د ازادي راډيو ځايي خبریالان راپور ورکوي چې د تېرې اوونۍ له دوشنبې راهيسې په ۱۳ ولایتونو کې ۸۸ نظامیان وژل شوي او ۸۶ نور ټپيان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېرو ۱۵ ورځو کې ۹۸ تنه وژلي او ۲۳۰ نور ټپیان کړي

نادر نادري: د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختلافي مواردو حلولو کې پرمختګ وشو

د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې پر تکراري غوښتنو سربېره تر اوسه طالبانو د اوربند په اړه هېڅ مثبت ځواب نه‌دی ویلی او پر ځای یې ویلي چې اوس‌مهال باید د جګړې پر عواملو خبرې وشي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG