د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د تماس پلاویو غونډې ولې ځنډېدلي؟


قطر کې د بین الافغاني خبرو د پرانیستغونډې یو انځور- 12.9.2020
قطر کې د بین الافغاني خبرو د پرانیستغونډې یو انځور- 12.9.2020

په قطر کې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې نن به د دواړو خواوو تر منځ کومه ناسته ونه شي، خو د حکومت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ بیا وايي، په دې اړه څه ویل له وخته مخکې دي.

د دوه اوونیو په تېرېدو سره له هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د خبرو کړنلاره نه ده ورستۍ شوې او اټکل کېږي چې نن هم کومه ناسته ونه شي.

د طالبانو په مرکچي پلاوي کې یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي، چې حکومتي پلاوي یوه خوله نه دي نو ځکه خبرې ځنډېدلي دي.

سرچینه وايي، دا چې د پلاوي غړي د بېلابېلو خواوو او ګوندونو استازیتوب کوي هر مجلس ته نوې نوې غوښتنې راوړي او چې په کومه خبره پایلې ته نېږدې والی راشي دوی له مجلس وځي او چې بېرته راستانه شي تعبیر یې بدل شوی وي.

سرچینه تور پورې کوي او وايي، چې حکومتي پلاوی د پرېکړو صلاحیت نه لري.

خو یوه سرچینه د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، چې طالبان په خپله د پرېکړې کافي صلاحیت نه لري او له همدې امله غونډې ځنډېدلي دي.

خو د حکومت د مرکچي پلاوې یوه غړې شریفه زرمتۍ بیا دا خبرې ردوي.

شریفه زرمتۍ
شریفه زرمتۍ

هغه وايي: "موږ ته د ولسمشر غني لخوا تر ډېره بریده د پرېکړو صلاحیت راکړل شوی، پرته له هغو ملي او لویو موضوعاتو چې په اړه به یې افغان ولس، ولسي جرګه او افغان حکومت پرېکړې کوي، نورو نو موږ د ډېرو پرېکړو صلاحیت لرو."

د طالبانو دغه نوم پټې سرچینې چې ازادي راډیو سره یې خبرې کړي ویلي، چې نن ( شنبه ) به د دواړو خواوو تر منځ کومه ناسته ونه شي، خو د حکومت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ بیا وايي، په دې اړه څه ویل له وخته مخکې دي.

په تېره کې څو ځله دا غونډې د ورځې ناوخته شوې دي.

د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د بین الافغاني خبرو د پيل په موخه د روان کال د سېپټېمبر په ۱۱ د قطر په پلازمېنه دوحې کې سره مخامخ شول.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم وايي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پرمخ بیولو لازم صلاحیت لري.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

هغه زیاتوي: "دافغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی د لازم صلاحیت لرونکی دی،دا چې افغان مذاکراتي پلاوی د مذاکراتو د پر مخ بیولو لپاره بېلابېل انتخابونه وړاندې کوي چې ښه پایله ترلاسه شي، دا همدا ښيي په چې دا پلاوی له پوره او لازمو صلاحیتونو برخمن دی."

خو د افغانستان د سولې انسټېټیوټ بیا وايي، طالبان او د افغان حکومت مرکچي پلاوي یو هم د خبرو پر مخ بیولو پوره صلاحیت نه لري.

یاسر احمدزي
یاسر احمدزي

د دې انسټیوټ مشر یاسر احمدزي ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، طالب مشران باید خپل مرکچي پلاوي ته پوره واک ورکړي او افغان مرکچي پلاوی هم باید په یوه خوله بین الافغاني مذاکرات پر مخ یوسي څو د ډاډ فضا رامنځته او مذاکرات ښه پایله ورکړي.

XS
SM
MD
LG