د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د پاکستان له پوځه د عبدالله غوښتنه؛ طالبان د شخړې کمولو ته اړ کړئ


د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پاکستان له پوځه وغوښتل چې له خپل اغېزه استفاده وکړي چې طالبان شخړې کمې کړي.

اسوشیټډ پرس اژانس څرګندوي چې عبدالله عبدالله دا خبره په اسلام‌اباد کې د خپل درې ورځني رسمي سفر په وروستۍ ورځ وکړه.

پخوا یو شمېر افغان چارواکو د پاکستان پر پوځ تور پورې کاوه چې له طالبانو سره مرسته کوي.

له ښاغلي عبدالله سره د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی هم په دې سفر کې مل و، ده ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د پوځ او ملکي ادارې نظر د افغان سولې په برخه کې سره ورته شوی دی.

عمر داوودزی
عمر داوودزی

هغه زیاته کړه: "د پاکستان نظامي چارواکي او سیاسي چارواکي په ورته فکر دي، عین ادبیات‌یې کارول، د سولې په برخه کې یې وویل چې زموږ همکارۍ بې‌حده دي، هر هغه حل‌لارې ته چې افغانان په خپلو کې رسېږي پاکستان د هغه هرکلی کوي او ملاتړ یې کوي."

که څه هم افغان پلاوی د پاکستان له درې ورځني سفره خوښي کوي، خو یو شمېر سیاسي کتونکي د پاکستان ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

د پوهنتون استاد نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر نه‌کوم چې په دې سفر کې دې د پاکستان په دریځ کې او يا هغه موقف کې چې ځانګړې بهرنۍ پالېسي لري او د افغانستان لپاره په‌کې ځانګړی څانګه لري بدلون راشي."

نجیب ازاد
نجیب ازاد

پاکستان ته په ۱۲ کلونو کې د عبدالله عبدالله لومړی رسمي سفر په داسې وخت کې ترسره شو چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سپټمبر له ۱۲مې راپه دې خوا د سولې د خبرو پر طرزالعمل موافقه نه‌ده شوې.

عمر داوودزی وایي، هیله‌من دی چې په قطر کې به له طالبانو سره پاکستاني چارواکي خبرې وکړي څو دا خبرې ژر مخته ولاړې شي.

زلمی خلیلزاد دوحې ته روان شوی

عبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره خپلې خبرې اغېزناکې بللي

بل لور ته د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته تللی دی.

روېټرز اژانس د دوو ډیپلوماتانو په وینا څرګندوي چې خلیلزاد به د طالبانو او افغان دولت د پلاوي ترمنځ دا مسئله روښانه کړي چې طالبان پرې ټینګار کوي چې د سولې خبرې به له امریکایانو سره د فبرورۍ په ۲۹مه د شوي تړون له مخې کوي.

XS
SM
MD
LG