د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

'عمران خان او باجوه د افغانستان سولې پروسه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې'


عبدالله عبدالله له عمران خان او ځیني نورو پاکستاني چارواکو سره ولیدل
عبدالله عبدالله له عمران خان او ځیني نورو پاکستاني چارواکو سره ولیدل

له کابله اسلام‌اباد ته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې یوه نوي باب پرانیستلو ته هیلې زیاتې کړې دي.

دغه شورا وایي، د پاکستان صدراعظم عمران خان او د دې هواد د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه د افغانستان د سولې په پروسه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.

ښاغلي عبدالله پرون له دواړو مشرانو سره جلا جلا وکتل.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا جګپوړي سلاکار او د رسنیو د چارو رئیس مجیب الرحمن رحیمي تېره شپه د دغو لیدنو کتنو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ټینګار د یوه نوي باب پر پرانیستلو او د سولې له هڅو څخه ملاتړ او د سولې د خبرو د بریالیتوب، د شخړو د کمېدو یا هم د اوربند لپاره د پاکستان له لوري د زیاتې همکارۍ غوښتنه وه. د پاکستان لوري د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او پیغام‌یې مثبت و. پیغام‌یې دا وو چې سوله ورته لومړیتوب او اهمیت لري. په افغانستان کې سوله په پاکستان او سیمه کې د سولې په معنی ده."

مجیب الرحمن رحیمي
مجیب الرحمن رحیمي

د ښاغلي رحیمي په وینا د تېر خلاف د پاکستان چارواکو دا ځل په مستقیم ډول په افغانستان کې د هند د حضور په اړه د خپلې اندېښنې په اړه څه ونه‌ویل.

د سیاسي چارو کتونکی شفیق امین وایي، دا په دې معنی نه‌ده چې د پاکستان اندېښنه په افغانستان کې د هند د رول په اړه لیرې شوې ده.

هغه زیاته کړه: "پاکستانیان فکر کوي چې هند عملاً د افغانستان د سولې پروسه تخریبوي او له دې پلوه خپلې اندېښنې لري. ګومان کوم چې هم متحده ایالات او هم پاکستان د سولې په پروسه کې د عبدالله د رول د پیاوړي کېدو هڅه کوي او په دې کې شک نه‌شته چې هغه همکاري چې پاکستان‌یې باید وکړي او هغه ژمنې چې دا هېواد یې عبدالله ته په دې سفر کې ورکوي، د دغو ژمنو عملي کېدل له هغو اندېښنو سره تړلې چې پاکستان‌یې لري."

عبدالله: د قطر مذاکراتو دوام به د جګړې پای ته زمینه برابره کړي

عبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره خپلې خبرې اغېزناکې بللي

ویل کېږي پاکستان د سیمې د یوه مهم لوبغاړي په توګه پر طالبانو پراخ نفوذ لري.

کابل او واشنګټن له ډېرې مودې راهیسې پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو مشرانو ته د خوندي ځایونو په ورکولو تورنوي، خو اسلام‌اباد دغه تورونه ردوي.

پاکستان ادعا کوي چې پر طالبانو یې د نفوذ لرلو په برخه کې مبالغه کېږي، هغه ډله چې د سپټمبر له ۱۲مې راهیسې په قطر کې له افغان دولت سره مخامخ خبرې پیل کړې دي. دغه خبرې چې په ابتدایي مرحله کې دي هدف‌یې د افغانستان ۱۹ کلنې جګړې ته د پای ټکي ایښودل دي.

پاکستان ته د عبدالله عبدالله سفر
پاکستان ته د عبدالله عبدالله سفر

د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ښاغلي عبدالله له اسلام‌اباد څخه د کتنې پر مهال د دغو خبرو پر بریالیتوب ټینګار کړی دی.

پاکستان ته د عبدالله دغه درې ورځنی سفر چې د هغه هېواد په بلنه ترسره کېږي او نن پای ته رسېږي، هدف‌یې د افغانستان د سولې د هڅو لپاره د هغه هېواد ملاتړ جلبول دي.

XS
SM
MD
LG