د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

ایا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست کې بدلون راغلی؟ 


عبدالله عبدالله د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سره د خبرو پرمهال
عبدالله عبدالله د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سره د خبرو پرمهال

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه کې له یاد هېواد څخه د افغان سولې بهېر کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

دې دواړو نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې لیدلي، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سولې بهېر کې د همکاري ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، ښاغلي عبدالله سره لیدنه کې ژمنه کړې چې هېواد به یې د افغانستان سولې بهېر څخه ملاتړ کوي.

قریشي د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي چې پاکستان د افغانستان اړوند د افغانانو په مالکیت د سولې له بهېر ملاتړ کوي.

پاکستان ته د افغانستان د دې چارواکي سفر د دوه اړخیزو اړیکو او افغانستان سولې کې د ګډ تفاهم رامنځته کولو برخه کې نوی فصل پرانېزي.

هغه پرته له ډېرو جزییاتو وړاندې کولو ویلي، چې د افغانستان سولې بهېر کې باید د سیمې متضاد عناصر هم پام کې ونیول شي چې په خبره یې د سولې او ثبات مخالف دي.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د پاکستان حکومت په رسمي بلنه هغه هیواد ته ولاړ او له رسېدو سره سم یې له ښاغلي قریشي سره ولیدل.

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د دې سفر پایلو ته هیله مند دي.

د خوځون په خبره ، په پام کې ده چې سبا به ښاغلی عبدالله د پاکستان صدراعظم عمران خان او د هغه هېواد له لوی درستیز سره هم وګوري.

خوځون وايي، په دوحه کې د افغان سولې مذاکراتو څخه د پاکستان ملاتړ او مرسته، افغانستان کې د جګړې پای، پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه وړل او له وسله والو ډلو سره د طالبانو اړیکو پرې کول هغه موارد دي چې ښاغلی عبدالله به پاکستاني چارواکو سره په خپلو لیدنو کې پرې ټینګار وکړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان ملي روغې جوړې عالي شورا مشر په نننیو لیدنو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د پارلمان مشر سره د اړیکو په پیاوړتیا او د سولې مذاکراتو څخه د پاکستان ملاتړ په اړه خبرې شوې دي، سبا به د دې هېواد لومړي وزیر او لوی درستیز سره لیدنې ولري، زموږ هیله دا ده چې ټول هېوادونه په ځانګړي توګه پاکستان له دې بهیر سره مرسته وکړې ترڅو دا بهېر بریالي توب ته ورسېږي."

دوحه کې د سولې مقدماتي خبرو پيل وروسته دا پاکستان ته د افغان حکومت د یو چارواکي لومړنی سفر دی.

د ملي مصالحې د عالي شورا د ویاند د معلوماتو له مخې د ښاغلي عبدالله دا سفر درې ورځنی دی.

له دې وړاندې پاکستاني چارواکي په پرله پسي توګه پاکستان کې د ترهګرو ډلو او له یادو ډلو ملاتړ خبره رد کړې ده.

په دې سفر کې ښاغلي عبدالله ته ښه ښه راغلاست ویل شوی، خو د افغانستان په وړاندې د پاکستان په سیاشست کې هم بدلون راغلی؟

د چارو پوهان او ولسي جرګې کې د خلکو استازي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سیاست بدلون او د سولې مذاکراتو څخه یې د ملاتړ په اړه خوشبینه نه دي.

په دې اړه د نړیوالو اړیکو پوه عمر شریفي وايي: "طالبان ځان ډیر سر سخته ښکاره کوي، د پاکستان او طالبانو لید لوری ګډ دی، که افغانستان غواړي د طالبانو لیدلوري او موضع کې بدلون راشي دا مسئله باید په جدي توګه له پاکستان سره مطرح کړي، ځکه چې دا سفر د نورو سفرونو په سترګو نشو لیدلی، دا توپير لري، په تېر کې مو پایله نه ده لیدلې، اوسنی سفر د ګډ نظر رامنځته کولو برخه کې هڅه ده، خو د اغېز وړاندوینه یې نشو کولی."

په ورته وخت کې په پارلمان کې د خلکو استازی عارف رحماني وايي: "په تېر کې پاکستان د افغان چارواکو څخه دا ډول ښه راغلاست نه وکړی، خو ورته وخت کې دافغانستان په وړاندې د پاکستان ستراتیژي روښانه ده، د افغانستان په دولت اطمینان نه لري، ډېر امتیازات غواړي، په ښکاره ښه نیت ښیي، خو په ټوله کې یوه تاکتیکي لیدنه ده او تراوسه پاکستان د افغانستان په وړاندې ښه نیت نه لري او داچې څومره به دوحه کې د افغان سولې مذارکراتو په بن بست اغیز ولري، ای اس ای، د طالبانو لوی استاد دی او که وغواړي کولی شي دې ډلې ته حدود وټاکي څو د سولې مذاکراتو کې مرسته وکړي."

د عمران خان تازه مقاله چې واشنګټن پوسټ کې نشر شوی، په کې ټینګار شوی، چې له یو ارامه، خپلواک، متحد افغانستان څخه ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG