د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

نادري: د کړنلارې تر هوکړې وروسته د تاوتریخوالي په کمولو او اوربند خبرې کېږي


قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور

په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي یو شمېر غړي وايي، په بین الافغاني خبرو کې اوربند د افغان حکومت او خلکو اساسي غوښتنه ده.

دا خبرې د دوشنبې په ورځ نادر نادري رسنیو ته په یو خبرې کنفرانس کې وکړې خو زیاته یې کړه چې د دواړو لوریو ترمنځ لا هم په کړنلاره کې پر اختلافي ټکو هوکړه نه ده شوي.

په دوحه کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي وايي، د دواړو خواوو د تماس کمېټو ترمنځ د یکشنبې د ورځې په خبرو کې کړنلاره نه ده وروستۍ شوې او نن دوشنبه به هم پرې خبرې وشي.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري د دوشنبې په ورځ په دوحه کې خبري کنفرانس ته وویل، د خبرو تر کړنلارې تر هوکړې ورسته به، ژر تر ژره د تاوتریخوالي په کمولو او اوربند خبرې وشي.

نادر نادري
نادر نادري

هغه زیاته کړه: "زموږ ټول کوښښ همدا دی چې په دې دوه مسایلو بحثونه تمام شي، نن به هم مجلسونه ولرو، تعهد مو همدا دی چې مشترکه لاره ورته پيدا کړو، چې اصلي بحث ته ولاړ شو، د افغانانو لپاره اصلي بحث د اوربند مسئله ده، چې تاوتریخوال کم، جګړه ودرېږي او افغان وژنه پای ته ورسېږي."

نوموړی زیاتوي، د طالبانو لخوا په کړنلاره کې د دوه لانجمنو موضوعات وړاندې کول د اساسي چې د اوربند موضوع هم په کې شامله ده مخه نیولې ده.

د طالبانو لخوا له افغان حکومتي پلاوي غوښتنه شوې، که د مذاکراتو بهېر کې د مسایلو د حل لپاره ستونزو سره مخ کېږي نو حنفي فقهی ته به مراجعه کېږي او دغه شان د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه هم د خبرو بنسټ وي.

هغه څه چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی ورسره نه دي منلي.

خو قطر کې طالب چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي و ، که په بین الافغاني خبرو کې مقابل لوری د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه بنسټ ونه ګرځوي، د دې امکان شته چې بین الافغاني خبرې له بن بست سره مخ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه وايي، په بین الافغاني مذاکراتو کې باید د مېز دواړه لورې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

د دې جرګې مشر د دوشنبې د ورخې د عمومي ناستې په پرېکړه لیک کې وویل، طالبانو او حکومتي پلاوی باید ژر تر ژر په خبرو کې لانجې هوارې او اوربند وکړي.

میر رحمان رحماني
میر رحمان رحماني

رحماني زیاته کړه: "دوحه کې د سولې مذاکرات باید ژر تر ژره پایلې ته ورسېږي، پرته له ځنډه اوربند اعلان او جګړه پای ته ورسېږي."

په ورته وخت کې وايي، د افغانانو خپلمنځي روانو خبرو له امله افغان جګړه ختمېدو ته نژدې شوې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

عمران خان واشنکټن پوسټ ورځپاڼې ته خپلې مقالې کې لیکلي افغانستان کې سوله او ټېکاو د بهرنیانو په زور نه بلکې د افغانانو خپلمنځي خبرو په پایله کې رامنځته کېدی شي.

XS
SM
MD
LG